Add new comment

Suicide bomber detained in Paktia

 
ګردېز (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): د پکتيا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يو ځانمرګى بريد کوونکى د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګلاجان په نوم يو تن چې د غزني اوسېدونکى دى، په ګردېز کې د پوليسو له خوا د موټرو د پلټنې پر مهال نيول شوى دى.
د ده په وينا، نوموړي غوښتل چې په پکتيا کې د موټر په واسطه ځانمرګى بريد ترسره کړي.
ګلاجان خبريالانو ته وويل، چې دوه کاله وړاندې د پاکستان په يوې ديني مدرسه کې يې د زده کړو ترڅنګ د حقاني شبکې له خوا د ځانمرګو بريدونو زده کړې هم کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې له ده سره د ځانمرګو بريدونو د زده کړو پر مهال ١٥ تنه نور هم وو.
د هغه په وينا، د زده کړو پر مهال ورته د جنت او دوزخ خبرې کېدې او دوى يې ترغيبول چې ((تر ځانمرګي بريد کولو وروسته به جنت ته ځي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.