Add new comment

پکتيا کې ٥٧ زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي

ګردېز (پژواک ١٥ لړم ٩٢): د پکتيا ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د يو شمېر ولايتونو په پرتله په پکتيا کې د نوم ليکنې بهير په ښه ډول پر مخ روان دی.
د ياد ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، په تېرو څلورو مياشتو کې د نوم ليکني بهير په ښه ډول روان دی او شاوخوا ۵۷ زره کسانو، چې ٢٤زره يې ښځې دي، د ټاکنو کارتونه اخيستي ډي.
فيضي وايي، د پکتيکا په پرتله په پکتيا کې د ټاکنو د نوم ليکنې بهير په ښه ډول  روان دی او د پکتيکا په پرتله يې خلکو لس زره د رايي زيات کارتونه اخيستي دي.
د فيضي په وينا، ګرځنده مرکزونه به د نوم ليکنې روان بهير نور هم ګړندی کړي څو خلک په لري پرتو سيمو کې چې مرکزونو ته لاسرسی نه لري کارتونه واخلي.
له بلې خوا د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ژمي موسم په را رسېدو د ټاکنو لپاره د کارتونو په اخيستو کې لوی رول لوبولی او خلک ځکه د کارت اخيستو ته زړه ښه کوي، چې امنيتي ګواښونه کم شوي دي.
دوی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د کارت ورکولو موده نوره هم وغځوي او په دې برخه کې نور پرګرامونه هم په لاره واچوي.
د څمکنيو ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي ظاهر وايي، څو مياشتې وړاندې د امنيتي ستونزو له امله خلکو کارت اخيستو ته زړه نه ښه کاوه خو او س چې د ژمي موسم په را رسېدو دی، امنيتي ګواښونه کم شوي او خلک د رايې کارتونه زيات اخلي.
نوموړى د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې نور زيات پروګرامونه په لاره واچوي او دغه موده په کليو او بانډو کې نوره هم وغځوي.
که څه هم د پکتيکا او پکتيا په امنو ولسواليو کې خلکو د نوم ليکني په روان بهير کې زيات شمېر کارتونه ترلاسه کړي، خو لا هم په پوره ډول په دې نه دي توانېدلي چې د رايې اچونې لپاره کارتونه واخلي.

ورته راپورونه:

پکتيا کې ٥٧ زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي

دوه تنه له بانک څخه د ٦١ مېليونه افغانيو دغلا په تړاو څارنوالۍ ته معرفي شول

کاپيسا کې نا امني د نوم ليکنې پر وړاندې خنډ ده

په هرات کې د ټاکنو د ملاتړ دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه

مشرانو جرګه د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو چا

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.