ګردېز (پژواک ١٢وږى ٩٣): د پکتيا ولايت اوسېدونکو له راتلونکي ولسمشره غوښتنه وکړه، چې د سولې پروسې د عملي کولو تر څنګ دې د اداري فساد مخنيوى وکړي.
دوى غوښتنه کوي چې راتلونکى ولسمشر بايد په دغه ولايت کې د بيارغونې، پوهنيز سکټور ودې او روغتيايي اسانتياوو ته ځانګړې پاملرنه ولري.
د ګردېز اوسېدونکی محمدشکور کامران پژواک خبري ژانس ته وويل چې په لومړى قدم کې دې نوى ولسمشر په ښې رهبرۍ سره د هېواد اقتصادي کرکېچ په کابو کې راولي.