ګردېز،ميدانښار ( پژواک ٩ وږى ٩٣) : د پکتيا او ميدان وردګو ولايتونو قومي مشرانو له ټاکنېزو کمېسيونونو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو پايلې دې پر خپل وخت اعلان کړي.
د پکتياولايت قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې د ټاکنود پايلو ځنډول ورته د منلو وړ نه دي.
ياده غونډه ،چې دګردېز ښار دجرګو په تالارکې جوړه شوې وه د دې ولايت د يارلسو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنو غړو په کې برخه اخيستې وه.
قومي مشر جنت خان منګل د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون اونړيوالې ټولنې غږ وکړ،چې د ولس رايو ته دې احترام وکړي.
نوموړي وويل: (( د ولس حوصله ختمه ده . که چېرې پايلې ژر تر ژره اعلان نشي؛ نو له دې وروسته به مدني حرکتونه پيل کړو.))
د غونډې بل ګډونوال قاري خواجه الدين حق بيان وويل، هغه څوک چې د ټاکنو پايلې نه مني ملي ګټو ته ژمن نه دي.
بله خوا د ميدان وردګو ولايت سلګونه اوسېدونکو په دې ولايت کې د غونډې پر مهال د اجرائيه رياست څوکۍ د اساسي قانون خلاف وبلله او د ټاکنو د پايلو د ژر اعلان غوښتنه يې وکړه.
د وردګو د قومي شورا مشر وحيدالله کليمزي وويل، د اجرائيه رياست څوکۍ چې دا مهال د دواړو کانديدانو تر منځ پرې ناندرۍ روانې دي د اساسي قانون خلاف ده.
ده وويل،که چېرې دغه پُست بايلونکي کانديد ته ورکول کېږي؛ بايد صلاحيتونه يې د منتخب ولسمشر تر لاس لاندې وي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازو ډاکټر عبيدالله کليمزي او انجنير شېرولي وردګ وويل، چې د وږي په١١ نېټه بايد د نوي ولسمشر د تحليف مراسم تر سره شي.
دوى وويل چې که په ټاکلې نېټه پايلې او د ولسمشر د تحليف مراسم تر سره نه شي؛ نو تر وروستۍ سلګۍ پورې به د ولسونو له رايو دفاع وکړي.
Add new comment