PC members swing into action to end standoff

 
ګردېز (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٣): د لوګر او پکتيا د ولايتي شوراګانو استازي وايي، چې د ټاکنو د راولاړ شوي جنجال د هواري په موخه يې د ولايتي شوراګانو په نوښت هلې ځلې پيل کړې دي.دغه څرګندونې، د جمعې په ورځ (د چنګاښ شلمه) په ګردېز کې د پکتيا او لوګر د ولايتي شوراګانو رييسانو په خبرې ناسته کې وکړې.
د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل وويل، چې د هېواد له ۳۴ ولايتي شوراګانو سره په اړيکه کې شوى دى او په څو ورځو کې به په کابل کې راټول او د ټاکنو په برخه کې به په راولاړو شويو ستونزو وغږېږي.
ده زياته کړه، د زياترو ولايتونو د ولايتي شوراګانو له استازو سره يې خبرې کړي او لا هم د نورو ولايتونو له استازو سره يې خبرې روانې دي او يادو ټولو شوراګانو دې مسئلې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د هغه په وينا، د دې مسئلې په هواري کې به يې يو له بنسټيزو کارونو څخه  دا وي، چې دواړه کانديدان مخامخ خبرو ته کېنوي او دغه ستونزه په خپله حل کړي.
نوموړي د ولايتي شوراګانو دغه ګام مثبت وباله او ويې ويل، چې له دې وړاندې هم د هېواد ۳۴ ولايتي شوراګانو په دا ډول ملي مسايلو کې منځګړيتوب کړی او ښه پايله يې ورکړې ده.
د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي هم د ولايتي شوراګانو دغه کار اغېزمن وباله او ويې ويل، چې په دې برخه کې چټک ګامونه اخيستل شوي دي.
د ده په خبره، د ټاکنو بحران د هېواد اقتصاد، سياست، امنيت او نورې زياتې برخې اغېزمنې کړې دي، خو له دې وروسته بايد ژر تر ژره دغه مسئله حل شي.
هغه دا هم وويل، که چېرې دغه ټاکنې خرابې او يا نور څه په کې رامنځ ته شي، نو په راتلونکي کې به ولسونه له ټاکنو څخه زړه توري شي او په ګډون کې به يې لېوالتيا ونه ښيي.
ياده دې وي، چې د ټاکنو د وروستۍ لانجې د هواري لپاره بېلابېل وړانديزونه شوي، خو تر اوسه پورې يې کومه مثبته پايله نه ده لرلې.
د ولايتي شوراګانو دغه هڅې په داسې حال کې پيل شوي، چې تېره شپه ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو او حامد کرزي ته د ۴۳ سلنې رايو د بيا شمېرنې وړانديز کړی دی.
دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تېره شپه ناوخته د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د شخړې د هواري لپاره افغانستان ته رسېدلی دی.
د ولسمشرۍ د دويم پړاو تر ټاکنو وروسته، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعا کړې او د لومړنيو پايلو له اعلان سره، چې له مخې يې د تحول او تداوم د ټيم مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى له خپل سيال څخه په کې مخکې دى،  مخالفت ښودلى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.