Add new comment

Loya Paktia youth condemn fraud claims

 
کابل (پژواک ٥ چنګاښ٩٣): د لويې پکتيا د جرګه ګۍ ځوانانو ګواښ وکړ، چې هيڅوک حق نه لري د لويې پکتيا پر رايو ملنډي و وهي او که دغه کار يي وکړ نو راتلونکي مسووليت يې به يې پر خپله غاړه وي.
د يادې جرګې ځوانانو وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې، چې په دې وروستيو کې ځينو کسانو تور پورې کړ، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې په لويه پکتيا(خوست، پکتيا او پکتيکا) کې پراخه درغلي شوې ده.
خو د لويې پکتيا د جرګه ګۍ ځوانانو نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په يادو ولايتونو کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو پر مهال درغلي رد کړه.
د يادې جرګه ګۍ غړي ثناءالله ځاځي وويل، چې له امنيتي ګواښونو سره سره د لويې پکتيا اوسېدونکو د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو پراخه ونډه واخيسته او د خپلې خوښې نوماند ته يې رايه ورکړه.
هغه زياته کړه: ((خو د ولسمشرۍ مشخص نوماند او د هغه پلويان په لويه پکتيا کې د رايې ورکونې په اړه ناسمې څرګندونې کوي، چې دغه کار يې موږ د لويې پکتيا اوسېدونکي په کلکه غندو او له افغان دولت، د ټاکنو له کمېسيون او نړيوالې ټولنې غواړو چې د دغه شان کړيو مخه ونيسي.))
د ځاځي په وينا، هيڅوک حق نه لري چې د لويې پکتيا د رايو د سپوتاژ کولو هڅې وکړي، خو که دغه کار وشي د لويې پکتيا خلک به يې پر وړاندې مقاومت وکړي او له خپلې رايې به کلکه دفاع وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ په ټاکنو کې پراخه قربانې ورکړې ده د خپلې يوې رايې باطلېدل هم نه منو.))
د يادې جرګه ګۍ بل غړي محمدولي مينه ناک وويل، چې د لويې پکتيا اوسېدونکي هيچا ته حق نه ورکوي چې پر رايو يې ملنډي ووهي.
هغه زياته کړه: ((هيڅوک حق نه لري د خپلو شخصي ګټو په موخه هېواد بحران کش کړي او که دا کار وکړي نو مسووليت به يې عام او تام پر غاړه وي.))
هغه دا هم وويل، چې د ټاکنو کمېسيون بايد د هيچا تر فشار لاندې را نه شي، د ولسونو رايو ته احترام وکړي او پاکې رايې له ناپاکو جلا کړي.
د ده په وينا، د لويې پکتيا ولسونو تل په هېواد کې د سوکالۍ او ارامۍ لپاره هڅې کړې دي خو زورورو او بېباکو ته يې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى.
ده له امنيتي ارګانونو هم په کلکه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې ونه کړي که نه هېواد به له بحران سره مخ کړي.
د يادې جرګه ګۍ بل غړي شهزاد اريوبي هم د يادو کسانو د خبرو په تاييد وويل: ((که چېرې د لويې پکتيا رايې تر پوښتنې لاندې راشي نو موږ به د ټول افغانستان رايې تر پوښتنې لاندې راولو.))
د هغه په وينا، هيڅ شخص نه شي کولاى د لويې پکتيا استازيتوب وکړي او د لويې پکتيا اوسېدونکي له خپلې هرې رايې په کلکه دفاع کوي.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې او ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ په ١١مه او وروستۍ يې د چنګاښ په ٣١مه اعلان شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.