Add new comment

امنيتي چارواکي د امنيت په ساتلو کې په ناغېړۍ تورن شول

 
ګردېز (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): په پکتيا ولايت کې د ډاکټر اشرف غني د ټيم غړو امنيتي چارواکي د امنيت په ساتلو کې په ناغېړۍ تورن کړل.
دوی دغه خبرې نن دپکتيا مرکز ګردېز ښار کې د يوې غونډې په تر څ کې وکړې، چې د ياد ټيم لسګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.
پکتيا کې د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز کمپاين غړي جنت خان منګل، امنيتي چارواکي په ټاکنو کې د يوه ځانګړي نوماند په پلوي تورنوي او وايي، په يو شمېر ولسواليو کې د ملي اردو ځواکونو خلک له رايې اچونې څخه منع کړي او د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي د امنيتي ځواکونو وړتيا وستايله، خو ځينې چارواکي يې تورن کړل چې په زرمت، پټان او ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې يې په يو شمير سيمو کې د وسله والو د بريدونو په مقابل کې دفاع نه ده کړې.
د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر الامير ځاځي وويل، چې په سيدکرم او اريوب ځاځيو کې زورواکو خلک دې ته مجبورول، چې د يوه نوماند په ګټه رايه وکاروي، خو د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول، چې له امله يې په اريوب ځاځيو کې پنځه د رايې اچونې مرکزونه وتړل شول.
خو امنيتي چارواکي وايي چې، د ټاکنو په لومړۍ ورځ يې تر خپله وسه امنيتي چارې سمبال کړي، چې پايله کې لس تنه امنيتي سرتېري وژل شوي او ۲۷ تنه ټپيان شوي هم دي او د وسله والو ګڼ شمېر بريدونه يې شنډ کړي هم دي.
د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد شريف يفتلي، په ټاکنو کې د يوه ځانګړي نوماند په ګټه د زورواکو او امنيتي ځواکونو خبر په کلکه ردوي او وايي، هېڅکله داسې نه شوي دي، چې ګواکې امنيتي چارواکو دې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې وې.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخېل هم ورته خبره کوي او وايي، که څوک ادعا لري، نو قانوني ادارې ته دې مراجعه وکړي.
که څه هم د ټاکنو وړاندې داسې انګېرل کېده، چې خلک به ونه شي کولی د وسلوالو طالبانو له وېرې په ټاکنو کې سمه ونډه واخلي، خو په دويم پړاو ټاکنو کې د تمې خلاف خلکو په ټاکنو کې پراخه ونډه واخيسته  چې شمېر يې  له  اوو ميليونو څخه  اوښتي و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.