Add new comment

"د پکتيا د ٢٩٨ محلونو د رايو په بيا شمېرلو کې ستونزه نه وه"

 
ګردېز(پژواک ١١چنګاښ٩٣):د پکتيا ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي،چې د هغو ٢٩٨ شکمنو محلونو  په رايو کې هيڅ ستونزه وه، چې د بيا شمېر غوښتنه يې شوې وه.
دياد کمېسيون رييس رحمت الله حقمل د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې محلونو رايې يې د بيا ځل لپاره د ټاکنو د څار ادارو د استازو په حضور کې وشمېرلې .
حقمل وايي، څو ورځې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مرکزي دفتره ورته سپارښتنه وشوه، چې د پکتيا ولايت د ٢٩٨  محلونو رايې له سره وشمېري.
حقمل زياتوي، چې د دې محلونو له ډلې يې په هر محل کې له پنځه سوو تر شپږ سوو پورې رايې کارېدلې وې او له همدې امله پرې شک کېده، چې ښايي درغلي په کې شوې وي.
د نوموړي په خبره: ((ديادومحلونو  د رايو د شمېرلو په پايله کې معلومه شوه ،چې دغه محلونه هيڅ ډول ستونزه نه لري ، دبيا شمېر له بهيره يې دفيفا ،ټيفا،مدني ټولنو او دکانديدانو استازو نظارت وکړ.))
دفيفا دمرکزي دفتر  استازي مجاهد پژواک ته وويل، چې له دې پروسې يې  ليدنه کړې او هيڅ داسې څه يې ونه لېدل، چې د دې محلونو پر رايو دې شک وشي.
نوموړی وايي، چې د ياد ولايت د ټاکنوکمېسيون ورسره په دې برخه کې ډېره همکاري کړې او ټوله پروسه په شفاف ډول ترسره شوه.
 بلخوا دمدني ټولنو په استازيتوب ګل کريم سحر پژواک ته وويل، چې د دې محلونو د رايو د بيا شمېر په اړه يې هيڅ داښې نښې نښانې پيدا نه کړې، چې ګنې درغلي دې په کې شوې وي.
دی وايي ، چې ددې محلونو د رايو په شمېرلو کې يې داسې جدې ستونزه نه ده پيدا کړې ،چې يادې رايې باطلې شي.
ياده دې وي ،چې يوه اوونۍ مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ ،چې دپکتيا،خوست ،پکتيکا،نورستان او غور ولايتونو لس سلنه رايې بيا شمېرل کيږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.