Rebels dead in airstrike; police injured in blast

 
ګردېز (پژواک ١١ وږى ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې چاودنې ٤ پوليس ټپيان کړي او په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې بيا پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسول زلمي اورياخېل د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د ګردېز په نوي ښار کې د پوليسو پر ګزمه شوې ده.
د امنيه قوماندان په وينا، په دې پېښه کې څلور پوليس ټپيان شوي خو وايي چې د يوه يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
بلخوا د پکتيا چارواکي د ناټو په هوايي بريد کې د پنځو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدزمان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ١٢ بجې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په ميتي سيمه کې  د ناټو ځواکونو هوايي بريد پنځه وسله وال وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتيا چارواکو پرون په ياده ولسوالۍ کې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريد کې د ١٦ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړى و، خو ناټو ځواکونو بيا دغه خبر رد کړى و.
وسله والو طالبانو په وزې ځدراڼ کې د هوايي بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.