خوست (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د خوست د ولايتي شورا ځينې غړي د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون تورنوي چې د دې شورا د اداري تشکيلاتو لپاره د ټاکنو زمينه نه برابروي.
د يادې شورا يوه غړي مجيب الرحمن سالم زوی نن د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې د ولايتي شورا د رييس، مرستيال او منشي د نه ټاکلو له امله د دوی موکلين له ستونزو سره مخ دي.
نوموړى دغه راز وايي چې تر اوسه يې مشرانو جرګې ته هم کوم غړی نه دی ور پېژندلی، په داسې حال کې چې د هېواد له ډېرى ولايتونو کابل ته سناتوران لېږل شوي دي.