Add new comment

Abdullah backers want poll results postponed

 
خوست (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په خوست کې د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې يو شمېر پلويانو د دغه ټيم پر مشرانو غږ وکړ چې د ملي يووالي د حکومت پر جوړېدو هوکړې ته ورسېږي.
دو‌ى د وږي په ٢٣مه په خوست ښار کې د غونډې پر مهال وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دې له تفاهم مخکې د ټاکنو وروستۍ پايلې نه اعلانوي.
د خوست د قومونو پيوستون شورا مشر او د همپالنې ټيم ملاتړي غازي نواز تڼي وويل چې په دويم پړاو ټاکنو کې پر خوست سربېره په ټول هېواد کې درغلۍ شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د ټاکنو پايلې ورته د منلو نه دي او د ولسمشرۍ له کانديدانو غواړي چې د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو هوکړې ته ورسېږي.
دى وايي: ((نوماندان کولای شي چې ټاکنيزې لانجې په ګډه د ملي يووالي د حکومت پر جوړولو سره پای ته ورسوي څو په هېواد کې د ټولو خلکو منلی حکومت رامنځته شي.))
په دغه ولايت کې د قومونو پيوستون شورا بل غړي مدير ميرزمان صبري وويل چې هيڅکله به له تعصبونو کار وانه خلي خو د خپل حق غوښتنه به د سوله ييزو لاريونونو له لارې وکړي.
صبري وويل: ((موږ ژبني، نژادي او سمتي توپيرونو ته اهميت نه ورکوو؛ خو يو شمېر بهرنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د قومونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهي.))
هغه واىي چې خلک د نوي حکومت جوړېدو ته منتظر دي خو يو داسې حکومت چې په هېواد کې د سولې او ثبات او دغه راز د پرمختګ رامنځته کولو وړتيا ولري.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم يوه بل غړي بادشاه خان بابکرخېل غونډې ته وويل، د ډاکټر عبدالله د هغې خبرې ملاتړ کوي چې ويلي يې دي، تقلبي حکومت نه مني.
نوموړي د ټاکنو له کمېسيونه وغوښتل چې د ټاکنو پايلې اعلان نه کړي؛ ځکه کېدای شي په ياده برخه کې ستونزې زياتې شي.
په خوست کې د ډاکټر عبدالله دغو پلويانو ګواښ وکړ چې که د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي، نو د ممکنه ستونزو مسووليت به د کمېسيون پر غاړه وي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په خوست کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلويانو په يوه ستره غونډه کې د ولسمشرۍ رياست د دويم پړاو د ټاکنو د نهايي پايلو د اعلان غوښتنه وکړه.
همدارنګه د اشرف غني پلويانو خبردارى ورکړ هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د خوست د خلکو د رايو پر سر معامله وکړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.