خوست ښار ( پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٤ ) : د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي د دې ولايت له خلکو سره ژمنه وکړه، چې له حقونو څخه به يې دفاع کوي او غوښتنې به يې په خپل وخت له مرکزي دولت سره شريکوي.
حکم خان حبيبي د غبرګولي په ٢٦مه، په خوست کې د يوې غونډې په ترڅ کې له کابل څخه راغلي پلاوي د خوست دولتي مسوولينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او نورو خلکو ته د نوي والي په توګه وروپېژانده.
حبيبي زياته کړه: ((د امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه او غوره همغږي، د قانون حاکميت،ټولنيز عدالت، د اداري فساد پرضد مبارزه او ډاډمن امنيت زما له کاري لومړيتونو څخه دي .))