"د خوست د ولايتي ادارې پر ضد حرکتونه غير مدني دي"

خوست ښار (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د خوست د ولايتي شورا ځينو غړو، لسګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او سپين ږيرو په يوه غونډه کې د ولايتي ادارې پر ضد وروستۍ پيل شوې غونډې او لاريونونه غير مدني او وسله وال حرکتونه وبلل.
يادې غونډې ته په خوست کې د مجاهدينو د يووالي اسلامي شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ د ولسي جرګې د دوو غړو کمال ناصر اصولي او همايون همايون د ځينو کسانو په ملاتړ ياد حرکتونه ناقانونه وبلل.
نوموړي وويل چې د خوست د اداري کمپلېکس او دغه راز د والي د کور شاوخوا سيمو کې د اعتراض په ډول د وهلو شوو خېمو تر څنګ په درنو او سپکو وسلو سمبال يو شمېر ناقانونه کسان ځای پر ځای شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دغو ناقانونه وسله والو کسانو نه يواځې اداري کمپلېکس ته د دولتي مامورينو د تګ مخه نيولې، بلکې ځينې عامې لارې او سړکونه يې هم د ترافيکو پرمخ تړلي دي.))
مولوي سردار له ټولو امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې ياد وسله وال بې وسلې کړي، څو د دولتي ملکي مامورينو او د عامو خلکو په مخ کې رامنځته شوې ستونزې هوارې شي.
د مرکز اړوند د لکڼو سيمې يوه قومي خان محمدقيوم خان غونډې ته په خپلو خبرو کې ياد حرکتونه غير مدني وبلل؛ ځکه د هغه په وينا په ناقانونه توګه پر وسلو سمبال کسان يې ملاتړ کوي.
قيوم خان زياته کړه: ((دغه کسان پر کلاشينکوفونو سربېره پيکا، دهشکې او دې ته ورته نورې وسلې پر موټرو لګولې دي، موږ دې ته مدني حرکت نه شو ويلای. دوی دې له قانوني لارو خپلې غوښتنې وکړي.))
نوموړي ګواښ وکړ چې که امنيتي ځواکونه ياد وسله وال کسان بې وسلې نه کړي، د دغه ولايت قومونه چمتو دي چې د هغوی پر وړاندې جدي غبرګون وښيي او بيا چې هر څه پېښېدل مسوولين يې دوی دي.
د خوست د قلندر ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر ګلاب منګل له پژواک اژانس سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې که پيل شوي حرکتونه کنټرول نه شي، ډېرې ناوړه پايلې به ولري.
بل لور ته د ولسي جرګې غړي همايون همايون چې د يادو حرکتونو مشري پر غاړه لري له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر درنو وسلو د سمبالو او د ناقانونه وسله والو کسانو لګول شوی تور، رد کړ.
هغه زياته کړه: ((موږ د ولسي جرګې دوه غړي، شپږ، شپږ امنيتي ساتونکي لرو او همدارنګه د ولايتي شورا غړي يو، يو ساتونکی لري چې د کورنيو چارو وزارت له لوري ورکړل شوي دي.))
همايون وويل چې که د دوی د مدني حرکتونو مخالفې ډلې کلاشينکوف په درنه وسله کې حسابوي، نو همدې ډلې کسان هم پر کلاشينکوفونو سمبال کسان لري.
نوموړي د دولتي ملکي مامورينو پر مخ د اداري کمپلېکس د دروازې او دغه راز د ترافيکو د تګ راتګ پر وړاندې د عامو لارو او سړکونو د تړلو په اړه څه ونه ويل.
په همدې حال کې د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي چې د وروستيو اعتراضونو د څېړلو لپاره په نږدې راتلونکي کې له کابل څخه يو لوړپوړی حکومتي پلاوی خوست ته راتلونکی دی.
قوماندان غيرت د قومي مشرانو او ديني عالمانو يادې غونډې ته په خبرو کې خبرداری ورکړ، چې که څوک پر ناقانونه کړنو لاس پورې کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د يادونې ده، د ولسي جرګې ياد دوه غړي او د هغوی پلويان پر ولايتي اداره د ژور اداري فساد تور لګوي او د يو لړ غونډو او لاريونونو په ترڅ کې يې له ولسمشر څخه د والي د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.