New governor pledges to develop Khost

خوست ښار ( پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٤ ) : د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي د دې ولايت له خلکو سره ژمنه وکړه، چې له حقونو څخه به يې دفاع کوي او غوښتنې به يې په خپل وخت له مرکزي دولت سره شريکوي.
حکم خان حبيبي د غبرګولي په ٢٦مه، په خوست کې د يوې غونډې په ترڅ کې له کابل څخه راغلي پلاوي د خوست دولتي مسوولينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او نورو خلکو ته د نوي والي په توګه وروپېژانده.
حبيبي زياته کړه: ((د امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه او غوره همغږي، د قانون حاکميت،ټولنيز عدالت، د اداري فساد پرضد مبارزه او ډاډمن امنيت زما له کاري لومړيتونو څخه دي .))
هغه دغه راز وويل، يواځې په امنيتي ارګانونو اتکا نه کوي، بلکې د خوست له خلکو يې غوښتنه دا ده، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودرېږي او د قانون حاکميت ته لاره هواره کړي.
نوموړي زياته کړه : ((لکه څرنګه چې د تاريخ په اوږدو کې ثابته شوې، چې افغانستان قومونو ساتلی، نو په دې برخه کې يو ځل بيا راپورته شئ او له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړئ.))
د خوست نوي والي همدارنګه وويل، چې د پوهنې برخې پراختيا او پرمختيا ته به هم خپله پاملرنه زياته کړي، ځکه پوهنه او لوړې زده کړې د حکومت لپاره د روح حيثيت لري.
حبيبي زياته کړه: ((کومه ټولنه چې بې سواده وي، هغه د ابادۍ پر لور نه شي تلای. زه غواړم، چې د پوهنې ترڅنګ د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره له تاسو سره ګډ کار وکړم.))
هغه د ډاډمن امنيت د رامنځته کېدو په برخه کې  د ديني عالمانو رول ډېر مهم وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې برخه کې له حکومت څخه خپله همکاري ونه سپموي.
د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند د خوست نوي والي څخه وغوښتل، چې د اداري فساد پرضد کلکه مبارزه او د دې ولايت ټولو ولسواليو ته د پرمختګ لپاره په يوه سترګه وګوري.
د دوه منده ولسوالی قومي مشر ګل ناصر ځدراڼ وايي، چې نوی والي دې په لومړي ګام کې ښوونې او روزنې ته زياته پاملرنه او دغه راز دې پر کاري وړتياوو سمبال ځوانان په دندو وګوماري.
بل قومي مشر حاجي ظاهرخان بيا د خوست نوي والي څخه غوښتنه وکړه، چې د امنيت برخې ته زياته توجه وکړي، ځکه د امنيت په راوستو سره د خلکو ژوند خوندي کيږي او کله چې د خلکو ژوند خوندي شي، نو خلک تعليم ته لاسرسۍ کولای شي، عامه المنفعه پروژې هم سرته رسيږي.
هغه دغه راز وغوښتل، چې د بې روزګاره خلکو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او هم دې په دې ولايت کې د سولې او ثبات د ټپنګښت لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.