د خوست د ولايتي شورا ځينو غړو پر والي د اداري فساد تور پورې کړ

خوست (پژواک ٤ ورى ٩٤): د خوست د ولايتي شورا ځينې غړي د دې ولايت پر والي د بې کفايتۍ او اداري فساد تور لګوي، خو د دې شورا يو شمېر نور غړي بيا دا خبرې بې بنسټه او پر شخصي ګټو پورې تړلې بولي.
د يادې شوې شورا يو شمېر غړو په يوه خبري کنفرانس کې، چې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو دوو استازو همايون همايون او کمال ناصر اصولي هم په کې ګډون کړی وو، د ولايتي چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي پر ځينې ولايتي چارواکو تور ولګاوه، چې له امله يې اداري فساد، ناامني او په عدلي او قضايي ادارو کې بې عدالتي تر وروستي بريده رسېدلي دي.
نوموړي، په ځانګړي ډول پر والي عبدالجبار نعيمي نيوکه وکړه، چې د شخصي ګټو په خاطر له مرکزي دولت څخه د دوی له لوري د منظورو شويو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو مخنيوی کوي.
هغه زياته کړه: ((زموږ په هڅه، د امريکا نړيواله پراختيايي ادارې (USAID) د هندوفارم کرنيزې پروژې ته ۵ ميليونه ډالر ورکړل، بيا مو د کرزي له ادارې دوه ميليونه ډالر راوړل، خو ورته ځانګړې ساحه تخليه نه شوه او والي غواړي، چې هلته بلند منزل جوړ کړي)).
د خوست د ولايتي شورا يوه غړي قمرعلي لکڼوال د دې شورا د ٧ تنو نورو غړو په استازيتوب له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ولسمشر اشرف غني وغوښتل، چې په دې ولايت کې پر فساد ککړ چارواکي له دندو لېرې کړي.
هغه په دې اړه وويل: ((که چېرې تر شنبې ورځې پورې ولسمشر زموږ غوښتنې وانه ورېدې، ولايتي شورا به له خلکو سره يو ځای راپاڅېږي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي)).
ياد کسان په داسې حال کې له ولسمشر دا غوښتنه کوي، چې ولسمشر غني دا مهال د امريکا متحدو ايالتو په سفر بوخت دى.
بل لور د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پر والي نعيمي او په ټوليز ډول د خوست پر دولتي ادارې، ياد لګول شوي ټول تورونه رد کړل او بې بنسټه يې وبلل.
هغه پژواک ته زياته کړه: ((درې اوونۍ وړاندې له ولايتي شورا سره د والي په مشرۍ لومړنۍ غونډه وشوه، ولايتي شورا په تصويبي ډول امضاء کړې ده، چې په خوست کې ښه حکومتوالي، ښه اداره، د قانون حاکميت او د بيارغونې بې ساري کارونه شوي دي)).
ځدراڼ وويل، څنګه کېدای شي، چې په دومره کمو ورځو کې د ولايتي شورا دريځ بدل شي او اداري فساد اوج ته ورسېږي، بيارغونه له منځه لاړه شي، ناامني زور واخلي او حکومتوالي کمزورې شي.
په همدې حال کې بيا د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند او درې نورو غړو قېمت خان منګل، زهره جلال او وږمې ارزو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د يادې شورا پر نورو غړو نيوکه وکړه.
اميرالله زړه سواند وويل، چې دی د يوه شخص پر وړاندې مبارزه نه کوي او نه هم په دولتي ادارو کې د فساد پرضد د شورا د معترضو غړو د ننني حرکت پلوي کوي، ځکه دا حرکت معقول نه بولي.
هغه پژواک ته زياته کړه: ((هرڅوک تر يوه بريده په اداري فساد ککړ دى. د فساد پرضد مبارزه ځانته بڼه لري. لومړی بايد ځان له فساده پاک کړو او بيا د نورو په مقابل کې مبارزه وکړو)).
د شورا بل غړي قېمت خان منګل بيا وويل، چې د ولسي جرګې او د خوست د ولايتي شورا ځينې غړي د شخصي ګټو په خاطر غواړي، په دې ولايت کې کړکېچ رامنځته کړي.
نوموړي په دې ولايت کې اوسنی امنيتي حالت، د ولايتي ادارې مديريت، د بيارغونې کارونه، د پوهنې بهير او ځينې نور هغه څه وبلل، چې دې ولايت ته يې د ډېرو ولايتونو په پرتله ښه موقف ورکړی دی.
هغه زياته کړه: ((د ولايتي ادارې پرضد نننی خبري کنفرانس له شخصي ګټو خالي نه دی. زه فکر کوم، نه يواځې د اعتراض کوونکو په ګټه به تمام نه شي، بلکې په لوی لاس به خپل ځان ته ستونزې جوړې کړي)).
دغه راز د يادې شورا بلې ښځينه غړې زهرا جلال وويل، که چېرې پر يو چا د اداري فساد د لګول شوي تور په اړه کره اسناد نه وي موجود، بيا نوڅنګه کولای شي، چې مجرم يې ثابت کړي.
د دې په وينا، مخکې هم داسې اعتراضونه شوي، خو کله چې خبره څارنوالۍ او محکمې ته تللې، بيا نو هېچا پر تورن کس د لګول شوي تور په اړه کره شواهد نه دي وړاندې کړي.
بايد ووشي، چې د خوست ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې درې يې ښځې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.