ستر جنرال بسم الله خان محمدي دغه څرګندونې خوست ته د وري په ١٠مه د خپل سفر په ترڅ کې وکړې.
په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې د نوموړي په ګډون د خوست والي عبدالجبارنعيمي، امنيتي چارواکو، په ملي شورا کې د خوست استازو او د دغه ولايت د ټاکنو د دفتر مسوولينو برخه لرله.
بسم الله خان محمدي وويل، چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول په خوست ولايت کې د ټاکنو د سمو ترسره کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د هر ډول ناامنيو د رامنځته کېدو مخه به ونيسي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې ټاکنې ګډوډې کړي.