در حملۀ هوايى آيساف ٢٠ مخالف مسلح کشته شد

 
خوست (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، چې په خوست کې د ايساف هوايي بريدونو ٢٠ وسله وال وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي دي.
په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا د رسنيو دفتر د چنګاښ په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريدونه تېره شپه د موسى خېلو ولسوالۍ په کوسين او شخل سيمو کې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د کوسين سيمې په بريد کې ١٦ وسله وال وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي، دغه راز د شخل سيمې په بريد کې ٤ وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، چې طالبانو غوښتل په سيمه کې د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريد وکړي، خو د کشفي راپور پر اساس مخکې له دې چې خپل پلان عملي کړي تر هوايي بريد لاندې راغلل.
د شخل سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې په دغه هوايي بريد کې د دوى د سيمې ٤ وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياتوي، چې تېره شپه ناڅاپه د الوتکو غږ شو او ورسره يې څو ځايه بمونه وغورځول، خلک سخت ووېرېدل، خو سهار معلومه شوه، چې د الوتکو په بمبار کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د شخل پېښه تاييد کړې او وايي، چې په ياد هوايي بريد کې د دوى ملګري نه، بلکې ٤ ملکي وګړي وژل شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.