District mayor among 6 killed in Khost

 
خوست ښار (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): د خوست د سپېرې د ولسوال پر کور په بريد کې د ولسوال ورور او پنځه ساتونکي يې وژل شوي دي.
دا پېښه نن (د چنګاښ٣٠مه) سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د للمۍ په سيمه، د سپېرې ولسوالۍ د ولسوال محمد عظيم په کور کې رامنځته شوې ده.
د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوال محمديونس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه ډله ناپېژانده وسله وال د سپېرې د ولسوال محمدعظيم د کور په باغ کې پټ شوي وو.
د هغه په وينا، کله چې د ولسوال ورور او ساتونکي يې باغ ته راوتلي، وسله والو پرې ډزې کړي او وروسته ياد وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
محمديونس وايي، چې په دې پېښه کې د سپېرې د ولسوال ورور خليل ، چې د دوه منده ولسوالۍ ښاروال هم دى، له پنځو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د سيمې اوسېدونکي هم ياد بريد او په ترڅ کې يې د شپږو کسانو وژل کېدل تاييدوي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.