خوست (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د خوست اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت د رايې ورکولو په ډېرى مرکزونو کې راى پاڼې خلاص شوې او يواځې څو مرکزونه دي چې لا هم د رايې ورکولو بهير په کې روان دى.
په دغه ولايت کې د رايې ورکولو١٨٦ مرکزونه دي چې ټول ٦٩٧ محلونه په کې دي.
د خوست ولايتي شورا ته کانديد عبدالولي واحد پژواک ته وويل، چې له غرمې وروسته د دغه ولايت د رايې ورکولو په ټولو مرکزونو کې راى پاڼې خلاصې شوې دي.
ده وويل، له ټولو ولسواليو ورته معلومات رسېدلي، چې راى پاڼې په کې خلاصې شوې او ډېر خلک له ټاکنو بې برخې پاتې شول.