د ولسمشرۍ ديوه کانديد پلويانو د خوست يو ولسوال په مرګ ګواښلى

 
خوست ښار ( پژواک، ٢٣ ورى ٩٣ ) : د خوست ولايت مقام وايي ، چې د ولسمشرۍ ديوه کانديد پلويانو ددې ولايت يوه ولسوال په مرګ ګواښلى دى.
د خوست ولايت مقام څخه د وري په ٢٣مه، پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد ياد ولسوال وروسته له هغه ګواښل شوى، چې هغه په رايو کې له پلوۍ او درغلۍ کولو ډډه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د موضوع په تړاو ټول اسناد او شواهد مستند لري او د دې ايجاب کوي، چې عاملين يې ونيسي، د قانون د حاکميت او پياوړتيا لپاره پرې عملي ګام پورته شي.
سرچينه زياتوي، چې ولايت مقام د نوموړي ولسوال د مستند شکايت په اساس دغه موضوع په رسمي ډول امنيتي ځواکونو ته لېږلې، ترڅو د شته شواهدو پر بنسټ هغه کسان بې له ځنډه د قانون منګولو ته وسپاري، چې د غيرمسوولو وسله والو پرمټ يې ولسوال ته د مرګ ګواښ کړى او په ټاکنو کې يې په ښکاره توګه د درغلۍ هڅه کوله.
سرچينې همدارنګه ويلي، چې د ولسوال په ګواښلو کې د فيض په نوم د يوه ساختماني شرکت، چې د خوست نړيوال هوايي ډګر چارې پر مخې وړي، د امنيتي چارو مسوول او ورسره څلور نور وسله وال کسان هم شامل دي.
د خوست د والي له دفتره ياده خپره شوې خبرپاڼه زياتوي، چې د ولايتي ادارې مشرتابه کشفي ځواکونو ته هم لارښوونه کړې، چې د ولسوال د ژوند ژغورلو ترڅنګ د فيض ساختماني شرکت دغيرمسوولو وسله والو کسانو د استخدام په تړاو هم جدي تحقيق وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د خوست والي د ټولټاکنو او د شکاياتو د اورېدو له دواړو کمېسيونونو غوښتنه کړې، چې پدغه موضوع کې د جدي عمل په ترسره کولو سره خپل ملي رسالت ادا کړي او هغه کسان د قانون په اساس سخت مجازات کړي، چې د نظام ولسوال يې پدې اساس په مرګ تهديد کړى دى.
که څه هم په ياده شوې خبرپاڼه کې په مرګ ګواښل شوی ولسوال او دغه راز اصلي ګواښ کوونکي نه دي روښانه شوي، خو يوې بلې حکومتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته ځينې معلومات په لاس کې ورکړل.
دغه سرچينه وايي، چې ګواښل شوی د خوست د باک ولسوال عبدالحی ځاځی دی، چې په خوست کې د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول د کمپاين يو تن مسوول کمال ناصر اصولي او د هغه د ټيم له خوا په مرګ ګواښل شوی دی.
ياده سرچينه زياتوي، چې کمال ناصر اصولي عبدالحي ځاځي ته ويلي، چې که د زلمي رسول په ګټه کار ونه کړي، نو وبه يې وژني، خو عبدالحی ځاځي له ګواښ سره سره له دې کاره انکار وکړ.
خو کمال ناصر اصولي له پژواک سره په خبرو کې دا موضوع په بشپړ ډول بې بنسټه وبلله او ويې ويل، چې هيڅکله يې داسې کار نه دی کړی.
نوموړي زياته کړه، چې دی په سوېل ختيځو ولايتونو کې د ډاکټر زلمي رسول د کمپاين مسوول و، خو په خوست کې يې نه ناظرين په دندو ګومارلي او نه هم وسله وال کسان لري، چې چا ته پرې د مرګ ګواښ وکړي.
پژواک هڅه وکړه، چې په خپله د باک ولسوال عبدالحي ځاځي سره هم خبرې وکړي، خو بريالى نه شو.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په خوست کې د ډاکټر زلمي رسول د کمپاين غړو د رايو د شمېرنې پر يوه مرکز بريد کړى و او يو شمېر صندوقونه يې مات کړي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.