Khost officials to stay neutral in runoff: Naeemi

 
خوست (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): د خوست والي وايي، د ټاکنو د امنيتي خونديتوب تر څنګ به د دغه ولايت دولتي کار کوونکي په ټاکنو کې بې پرې وي.
دغه څرګندونې والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولايت کې د دويم پړاو ټاکنو د امنيت په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وکړې.
نعيمي وويل، چې د ټاکنو په مسئله کې د ده په ګډون د دغه ولايت د ټولو دولتي چارواکو دريځ روښانه دی او د ولسمشرۍ له هېڅ يوه مشخص کانديد څخه به ملاتړ ونه کړي.
والي زياته کړه، د تېر په څېر د خوست هېڅ پوځي او ملکي مامور ته اجازه ورنه کړي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو امنيت به خوندي کړي او ټولې ولايتي امنيتي ادارې به يې په همغږۍ د ټاکنو مرکزونه وساتي.
د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت وويل، چې د ډاډمنو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې له نورو امنيتي ارګانونو سره پر يو ګډ امنيتي پلان کار کړی دى.
نوموړي زياته کړه، د ياد پلان د عملي کېدو په پايله کې به په دغه ولايت کې د رايې اچونې ټول ۶۹۷ محلونه چې نږدې دوه سوه مرکزونه کېږي، پرانيستي وي.
هغه وويل، ټولو امنيتي ځواکونو ته يې په ټاکنو کې د نه مداخلې امر کړی دى.
غيرت همدارنګه وويل، چې تر ټاکنو مخکې د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر سيمو کې يې ځانګړي عمليات پيل کړي، څو د ټاکنو په مخ کې رامنځته کېدونکي خنډونه له منځه يوسي.
په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصر هدايت د خلکو هغه اندېښنې پر ځای وبللې، چې ښايي د ټاکنو په ورځ د رايې اچونې پر ځينو مرکزونو توغندي وويشتل شي.
خو نوموړی وايي، د دغه کار د مخنيوي لپاره يې په ګڼ شمېر مهمو نقطو کې توپچي ځای پر ځای کړي؛ څو د وسله والو د تشخيص پر مهال ځوابي بريدونه وکړي.
جنرال هدايت زياته کړه، چې په ټوليزه توګه د ملي اردو شاوخوا پنځه زره سرتېري د دغه ولايت د مرکز په ګډون په ټولو سيمو او ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه ګومارل شوي دي.
په ټاکنو کې درغلۍ، امنيتي ستونزو او د ځينو چارواکو ممکنه لاسوهنې لا هم هغه څه دي چې خلک يې په اړه اندېښنه لري.
د خوست ښار د "متون" سيمې يوه سپين ږيري بريالي پژواک ته وويل، چې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کانديدانو تر منځ د دويم پړاو ټاکنو لپاره خوشبين دی خو د درغلۍ د مخنيوي تضمين څوک نه شي کولى.
د دغه ولايت د ښځو د مدني ټولنې يوې فعالې مېرمن محبوبې له پژواک سره په خبرو کې په لرې پرتو سيمو کې د ښځو پر وړاندې د امنيتي ستونزو له امله اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړې زياته کړه، ښځې په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون ته لېوال دي خو ناامني يې پر وړاندې ننګونه بلل کېږي.
په خوست کې د رايې اچونې پر ۵۸۹ محلونو ۱۰۸محلونه نور هم ور زيات شوي، چې د چارواکو په خبره د ټاکنو په ورځ به هېڅ يو تړل شوی مرکز او يا محل ونه لري.
تر دې مخکې د خوست د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ پژواک ته ويلي وو، چې د دويم پړاو ټاکنو پر امنيت ډاډه دى او دغه ځل به تر پخوا ډېر ځايي وګړي په ټاکنو کې برخه واخلي.
د يادولو ده، چې په تېرو ټاکنو کې د دغه ولايت شاوخوا يو سل او لس زره کسانو برخه اخيستې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.