Meddling in polls won’t be brooked: Naeemi

 
خوست ښار (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): سره له دې چې د تېرو ټاکنو پر مهال په خوست ولايت کې د جدي ننګونو راپور نه و ورکړل شوی، خو د دغه ولايت والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو په ټاکنو کې د درغليو مخنيوى کوي.
د خوست والي چې د غبرګولي په ٥مه يې د ټاکنو په اړه يوې غونډې ته خبرې کولې وويل، چې د ولسمشرۍ رياست د دويم پړاو ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره يې له نورو ولايتي مسوولينو سره يو ځای پر يوه ځانګړي پلان کار کړی دى.
نوموړي زياته کړه، د دوی هڅه دا ده، چې د ټاکنو په ورځ د تېر په څېر بيا هم د رايې اچونې کوم تړلی مرکز ونه لري او ټول هغه خلک چې د رايو کارتونه لري، دغو مرکزونو ته لاسرسی ولري.
هغه وويل: ((په تېرو ټاکنو کې چې کومې تېروتنې شوي، کومې نيمګړتياوې يې چې لرلې، هغه به د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې نه تکرارېږي.))
والي عبدالجبار نعيمي همدارنګه وويل، دوی پر دې هم جدي کار کوي، چې په دغه ولايت کې ټاکنې پرته د چا له لاسوهنې او درغلۍ په شفافه توګه ترسره شي.
که څه هم په دغه ولايت کې يو شمېر کسانو او ځينو دولتي مامورينو په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ هڅې کړې وې، خو والي نعيمي وايي، چې دغه ځل يې ټولو ته په ټاکنو کې د نه مداخلې کلک خبرداری ورکړی دی.
نوموړي په دې اړه وړاندې وويل: ((هر څوک چې هر چا ته رايه ورکوي، بايد دا فکر وکړي چې زه په دغه هېواد کې ژوند کوم او رايه زما امانت دی. انشاالله موږ په بشپړ ډول ورته چمتووالی نيولی دی او زموږ توقع دا ده چې ټاکنې په امن کې تېرې شي.))
نعيمي له ديني عالمانو او ملا امامانو هم وغوښتل، چې په جوماتونو او غونډو کې خلک بيا هم دې ته وهڅوي، چې د ولسمشرۍ رياست په دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
نوموړي له خلکو هم وغوښتل، چې د تېر په څېر بيا هم راووځي، په ټاکنو کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي او خپل ملي رسالت او امانت ادا کړي.
په همدې حال کې د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت هم وايي، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره پوره امنيتي چمتووالی لري.
نوموړی زياتوي، چې تر ډېره بريده يې د حکومت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخنيوی کړی هم دی او هڅه کوي، چې د ټاکنو په ورځ هېڅ د ناامنۍ پېښه رامنځته نه شي.
په خوست کې د ټاکنو د ولايتي دفتر د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا په تېرو ټاکنو کې هېڅ مرکز نه و تړل شوی.
هغه وايي، چې د دغه ولايت له امنيتي ارګانونو سره يو ځای پر دې کار کوي، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو په ورځ به بيا هم ټول مرکزونه پرانيستل شي او خلک به پرته له کومې ستونزې خپلې رايې وکاروي.
ځدراڼ زياته کړه، په تېرو ټاکنو کې ۱۸۶ مرکزونه، چې ۵۸۹ محلونه يې لرل، تشکيل شوي وو، خو د دويم پړاو ټاکنو لپاره د ۱۰۸ محلونو پر زياتېدو سره د ټولو محلونو شمېر ۶۹۷ ته ورسېد.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.