Add new comment

د خوست والي: ولسونه دې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي

 
کابل (پژواک ٧ غبرګولى ٩٣): د خوست والي وايي، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د ولسونو پراخ ګډون به په هېواد کې د نورو پرمختګونو او مثبتو بدلونونو لپاره دروازې پرانېزي.
والي عبدالجبارنعيمي، دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړي، چې د خوست ولايت ګڼ شمېر ديني علماوو او مشرانو په کې ګډون کړى وو.
د خوست ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالجبار نعيمي د دويم پړاو ټاکنې خورا مهمې، تاريخي اوبرخليک ټاکوونکې وبللې.
نوموړي په ولسونو باندې غږ کړى، چې په اسلامي او ملي مسووليت سره په ټاکنو کې ګډون وکړي او په خپل ګډون سره د ولسواکۍ بنسټونه پياوړي کړي.
ده زياته کړې، چې په ټاکنو کې د ولس ګډون په هېواد کې د ډېرو پرمختګونو دروازې پرانېزي او د زياتو هغو ستونزو مخه نيسي، چې ولسونه ورسره مخامخ دي.
نعيمي په ټاکنو کې د نارينه او مېرمنو په پراخ ګډون ټينګار کړى او له ديني علماوو او مخورو مشرانو يې غوښتي، چې ولس وهڅوي، ترڅو خپلې رايې وکاروي او خپل د خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د خوست والي له کانديدانو هم وغوښتل، چې سالمې ټاکنيزې سيالۍ وکړي او له هغو څرګندونو په کلکه ډډه وکړي، چې ولس ته منفي پيغام استوي او د ټاکنو په بهير کې د خلکو ګډون او ملي يووالي ته زيان رسوي.
نوموړي په سالمو ټاکنيزو سياليو، منطقي بحثونو او ولسي مناظرو باندې د ټينګار ترڅنګ له کانديدانو هيله کړې، چې د هېواد په دې مهمو او حساسو شرايطو کې د ملي يووالي پربنسټ خپلې ټاکنيزې منډې ترړې ترسره کړي.
خبرپاڼه کاږي، په ياده غونډه کې نورو مشرانو هم خبرې وکړې ډاډ يې څرګند کړ، چې په دويم پړاو ټاکنو کې به پراخ ګډون کوي او د خپلې رايې په ځواک سره به خپل برخليک ټاکي.
دوى ويلي، هر کانديد چې بريالى کېږي، بايد په واقعي توګه دې ولس، خاورې او تاريخ ته خدمت وکړي او په هېواد کې شته پرمختګونه خوندي وساتي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.