Add new comment

اکثر مراکز رايدهى خوست با کمبود اوراق راى دهى مواجه شده است

خوست (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د خوست اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت د رايې ورکولو په ډېرى مرکزونو کې راى پاڼې خلاص شوې او يواځې څو مرکزونه دي چې لا هم د رايې  ورکولو بهير په کې روان دى.
په دغه ولايت کې د رايې ورکولو١٨٦ مرکزونه دي چې ټول ٦٩٧ محلونه په کې دي.
د خوست ولايتي شورا ته کانديد عبدالولي واحد پژواک ته وويل، چې له غرمې وروسته د دغه ولايت د رايې ورکولو په ټولو مرکزونو کې راى پاڼې خلاصې شوې دي.
ده وويل، له ټولو ولسواليو ورته معلومات رسېدلي، چې راى پاڼې په کې خلاصې شوې او ډېر خلک له ټاکنو بې برخې پاتې شول.
د خوست ښار يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل، چې د غازي خان ببرک پارک د رايې ورکولو مرکز ته تللى و خو د رايې پاڼو د نشتوالي له امله له ټاکنو بې برخې شو.
ده وويل، چې په ډېرو نورو محلونو کې مې له ملګرو پوښتنه وکړه، خو هلته به هم راى پاڼې نه وې.
د خوست د ټاکنو کمېسيون رييس محمدشفيق پژواک ته وويل، چې په ډېرو مرکزونو کې راى پاڼې خلاصې شوې، خو په يو شمېر هغو کې لا هم د رايې ورکولو بهير روان دى.
ده په دغه ولايت  کې د رايې ورکولو بهير ښه وباله ويې ويل، چې ځينو مرکزونو ته يې د رايې خلاصېدو پر مهال راى پاڼې استولې دي.
هغه د دغو راى پاڼو د خلاصېدو د لامل په اړه دقيق څه ونه ويل.
دا په داسې حال کې ده چې د هېوا په يو شمېر نور ولايتونو کې هم راى پاڼې خلاصې شوې او ډېرى وګړي له رايې ورکولو پاتې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.