خوست ښار (پژواک، ٩ کب ٩٣): د خوست د ولايتي شورا رييس وايي چې له ځايي ادارې سره يې په دغه ولايت کې د بيارغونې د بنسټيزو پروژو پر عملي کولو خبرې کړې دي.
د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند پژواک اژانس ته وويل چې د خوست له سرپرست والي سره يې په لومړنۍ ناسته کې يې د بيارغونې د هغو پروژو پر عملي کولو خبرې وکړې چې د خلکو بنسټيزې اړتياوې تشکيلوي.
هغه زياته کړه، د وارداتي برېښنا تر څنګ د ځايي برېښنا د توليد لپاره د سربندونو جوړول چې ډېر مهم او اړين دي، د دوی د بحث لومړنۍ غوښتنه وه څو له امله يې صنعتي پارک په عملي ډول خپل کار پيل کړي.