Add new comment

تر اوږدو ناندريو وروسته د خوست ولايتي شورا رسمي چارې پيل کړې

خوست (پژواک د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): د خوست ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکلو پر سر تر درې مياشتنيو ناندريو وروسته، نن په رسمي ډول خپلې چارې پيل کړې.
د دې شورا د غړو ترمنځ لومړى د اداري پلاوي د ټاکلو پر  سر ناندرۍ وې او وروسته يې مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو پر سر د لانجو له امله کارونه په ټپه درېدلي وو.
څلور ورځې وړاندې (د مرغومي ٢٧مه) دغه ستونزه هواره شوه او نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) يې په رسمي ډول چارې پيل کړې، چې په ترڅ کې يې يو شمېر وکيلان د ښو خدمتونو د ترسره کولو ژمنې وکړې.
د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند وويل، چې د خلکو رايو ته به پوره درناوی ولري او هغه مسووليت، چې د قانون له مخې دوی ته سپارل شوی، په سم ډول ترسره کړي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د نوې ولايتي شورا ټول غړي به د خلکو د خدمت او ستونزو د هواري لپاره د سالمې سيالۍ له مخې خپلې منډې ترړې ووهي.
زړه سواند وايي: ((موږ هڅه کوو چې په خپل منځ کې د سالم رقابت له مخې کار وکړو. د شورا د هر غړي هڅه به دا وي چې تر بل غړي ډېر کار او ښه خدمت وکړي.))
هغه پر خلکو هم غږ وکړ، چې له خپلې شورا ملاتړ وکړي، ستونزې يې ورسره شريکې او له چارواکو سره په ګډه د هواري لار ورته ومومي.
د خوست د ولايتي شورا منشي جانمير ځاځي وويل: ((موږ پر دې ټينګار کوو، چې خپلو ژمنو ته به وفادار پاتې کېږو او خپل مسووليت به هرومرو ترسره کوو.))
د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد د ولايتي شورا له غړو سره د ستونزو په هواري او د اصلاحاتو په راوستو کې د پوره ملاتړ ژمنه وکړه.
هغه وويل: ((موږ ديني عالمان د ټولنيزو ستونزو په هواري کې په هر حالت کې د ولايتي شورا له غړو سره همکارۍ ته تيار يو او خپله مرسته به ترې ونه سپموو.))
تر دې مخکې د خوست ځينو اوسېدونکو له پژواک سره په خبرو کې ويلي وو، چې د خوست ولايتي شورا دې تر دې وروسته، خپلمنځۍ ستونزې پرېږدي او ولس ته دې خدمت وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.