Add new comment

Foreign soap, drama serials leave negative impact on children

خوست ښار (پژواک، ٢ کب ٩٣): په خوست ولايت کې مدني فعالان او عام خلک د هېواد له تلوېزيونونو زياتره خپرېدونکي سريالونه او ډرامې د ماشومانو د بې لارې کولو او د هغوی پر ذهنونو د منفي اغېزې کولو تر ټولو بده وسيله بولي.
اوسمهال په کابل او ولايتونو کې له تلوېزونونو ګڼ هندي، ترکي، امريکايي ډرامې او سريالونه چې کټ مټ پښتو او دري ژبو ته ډوبله يا ژباړل شوي، په پرله پسې ډول خپرېږي.
د دې تر څنګ د ځينو سريالونو د يو شمېر مرکزي لوبغاړو انځورونه د کابل په ګډون په ولايتونو کې د موټرو پر ښېښو، هټيو او همدارنګه د اغوستلو پر ځينو جامو هم چاپ شوي دي.
له دې امله چې د دې ډول سريالونو او ډرامو زياتره برخې له تاوتريخوالي او وحشت ډکې دي، مدني فعالان او عام خلک وايي چې د نوي نسل د ذهنونو په خرابوالي عمده رول لوبولای شي.
د خوست ښار لوېديځ ته څېرمه د غړومبي کلي يو اوسېدونکی حاجي مامور د خپلې يوې ګاونډې کورنۍ کيسه کوي چې دوه اوونۍ وړاندې يې يو ۱۴ کلن ماشوم د سريالونو د کتلو په پايله کې له لاسه ورکړی دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل د يادې کورنۍ دوو ماشومانو ټوپک او تومانچه را اخيستې او د يوه ترکي سريال د يوې جنګې برخې تمثيل يې کاوه چې يو هلک پر هغه بل ماشوم د تومانچې ډزې کړې او وژلی يې دی.
حاجي مامور زياتوي: ((ماخوستن يې سريال کتلی و، سهار يې د پولاد علمدار او سکندر تمثيل کاوه، علمدار پر سکندر ډزې وکړې، ټپي شو، خو روغتون ته پرلاره يې ساه ورکړه.))
نوموړي وويل،له دې بېلګې څرګندېږي چې له افغاني تلوېزونونو اوسني څپرېدونکي سريالونه د ماشومانو پر ذهنونو منفي اغېز کوي او مخنيوی يې ډېر اړين دی.
د خوست د ازادۍ مېنې يوه اوسېدونکي محمدناصر پژواک ته وويل چې زياتره سريالونه د افغاني ټولنې په ځانګړي ډول د ځوانانو او ماشومانو ذهنونو ته زيان رسوونکي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې سريالونو د ماشومانو راتلونکی بالکل خراب دی. د وخت په تېرېدو سره له دوی نه بدمعاش جوړېږي. غلا او قتلونه ترې زده کوي او بيا د هيچا پروا هم نه کوي.))
محمد ناصر د کورنيو او د ماشومانو د ښوونيزو مرکزونو له مسوولينو وغوښتل چې ماشومان عبث وخت تېرولو ته پرې نه ږدي او پر ځا يې د هېواد د پرمختګ او بيا جوړونې لپاره ذهن ورجوړ کړي.
د خوست ښار يو ۱۲ کلن ماشوم نثارالله پژواک اژانس ته وويل، هغه سريال ډېر ګوري چې وېشتل او وژل په کې زيات دي، خو موخه يې دا ده، څو له دا ډول کړنو زيات نفرت ولري.
ده زياته کړه: ((د سريالونو له وحشت او ظلم څخه د ډکو صحنو موخه دا ده چې نور خلک ترې دا درس واخلي چې بايد يو څوک پر بل چا ظلم ونه کړي.))
د خوست د صبريو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى سيد رحمن وايي چې  ترکي سريالانونه تر هندي او نورو غربي سيالونو بد دي او ډېرى نجونې په کې نيمه بربنډې وي.
د هغه په وينا، خلک نه شي چې له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره دا سريالونه وګوري، ځکه چې دده په وينا، په دې سريلانونو کې داسې صحنې شته ، چې د کتلو نه وي.
د خوست د ولايتي شورا غړی مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته غوښتنه کوي چې د بې لارې کوونکو ډرامو او سريالونو مخنيوی وکړي.
هغه زياته کړه، تلوېزيونونه دې د يادو سريالونو او ډرامو پر ځای هغسې ښوونيز او تعليمي پروګرامونه او ډرامې خپرې کړي چې د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې مهم رول ولري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال مصدق خليلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وزارت په چوکاټ کې د رسنيو د سرغړونو يو کمېسيون شته او تل د رسنيو سرغړونې څېړي او کله چې رسنۍ پړه وپېژندل شي، نو څارنوالۍ ته يې معرفي کوي.
هغه زياته کړه، چې ددې ترڅنګ وزارت څو ځلې ټولنيزو رسنيو ته د مکتوبونو له لارې خبر ورکړى، چې له هغو خپرونو ډډه وکړي، چې د ا سلام، فرهنګ او افغاني دودونو خلاف وي.
مصدق ژمنه وکړه، چې وزارت به يې په دې برخه کې خپلې څېړنې نورې هم جدي کړي او که چا خپلو سرغړونو ته ادامه ورکړه، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.