خوست ښار ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : د خوست چارواکو په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړه، چې تېر کال يې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٢٧ ځانمرګي بريدګر نيولي دي.
دخوست والي عبدالجبار نعيمي، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان او ددغه ولايت د ملي امنيت مرستيال ادم خان زرمتي د وري په ١٠مه، د يوې ګډې خبري ناستې پر مهال د تېر کال د لاسته راوړنو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړل.
د خوست د ملي امنيت مرستيال ادم خان زرمتي وويل ،چې تېر کال کې يې په دغه ولايت کې ۲۷ ځانمرګي بريد کوونکي نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.