د خوست ولايتي شورا ځينې وزارتونه دغه ولايت ته په نه پاملرنه تورنوي

خوست ښار (پژواک ٣٠ کب ٩١): د خوست ولايتي شورا يو شمېر وزارتونه له دغه ولايت سره په توپيري چلند تورن کړل، خو د ماليې وزارت يې ردوي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس سيد کرم خاکسار د کب په ٣٠مه په خوست ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال له خوست سره تعصب لري او په کلنۍ بوديجه کې يې خوست ته ډېره کمه برخه بېله کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د خوست ولايتي شورا په وار وار د ماليې وزارت له چارواکو سره کتلي ،خو هغوى هر ځل يواځې تشې ژمنې کړي او پوره کړې يې نه دي.
د خاکسار په وينا، هر وزارت ته چې تللي ، نو ورته ويل شوي چې د ماليې وزارت له لوري د خوست لپاره بوديجه کمه په پام کې نيول شوې، نو پر دغه اساس په دغه ولايت کې کومه پروژه نه شي پلې کولی.
نوموړي وويل، د سوداګرۍ وزارت هم د خوست د ترانزيټ په مسئله کې د خوستوالو حقوق تر پښو لاندې کوي، په يوه او بله پلمه د دې پروژې چارې ځنډوي.
خو د ماليې وزارت وايي، چې دوى نېغ په نېغه ولايتونو او په ولايتونو کې رياستونو ته بوديجه نه ورکوي، بلکې د سيمه ييزو ارګانونو له لارې ورکول کېږي.
د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست د ولايتي شورا څرګندونې قانوني منطق نه لري او بې اساسه يې وبللې.
هغه زياته کړه، چې ولايت بوديجوي واحدونه نه دي، بلکې بوديجوي واحد د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ده، هغوى وزارت ته وړانديز کوي او وزارت دغه ارګان ته د ولايتونو بوديجه ورکوي.
دى وايي: ((موږ ولايتونو ته نه پيسې ورکوو او نه هم ترې حساب اخلو.))
د ماليې وزارت وياند دا هم وويل، د خوست اداره دې داسې يوه پروژه راوښيي، چې هغوى پرې کار کړى او ماليې وزرات يې پيسې نه دي ورکړي.
د ولايتي شورا رييس زياته کړه، د سوداګرۍ وزير خوست ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې د خوست د غلام خان او د ميرانشاه ترمنځ د ترانزيټي لارې کار به په دريېو مياشتو کې پيل شي؛ خو د يو نيم کال په تېرېدو سره بيا هم دغه کار ونه شو.
د ولايتي شورا پخواني رييس داوود شاه مکين زوی بيا د اوبو او برېښنا پر وزير تور پورې کړ، چې له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلند کوي.
هغه زياته کړه، لس کاله تېر شول، خو د برېښنا په برخه کې خوست ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
د نوموړي په خبره، برېښنا وزارت يو له هغو وزارتونو څخه دی، چې په تېرو لسو کلونو کې يې په خوست کې هېڅ د پام وړ پروژه نه ده پلې کړې.
دغه راز د ولايتي شورا رييس او يو شمېر وکيلانو پر ځينو نورو وزارتونو هم نيوکه وکړه، چې په خوست کې يې د بيارغونې اړوندکارونه نه دي ترسره کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.