Loya Paktia elders ask Taliban not to disrupt vote

 
خوست (پژواک ٢٠غبرګولى٩٣):د لويې پکتيا د يوولسو ولسواليو قومي مشرانو په خوست کې د يوې غونډې په ترڅ کې له وسله والو وغوښتل، چې د ټاکنو بهير دې نه ګډوډوي.
په دې غونډه کې د پکتيکا د پنځو ولسواليو او د خوست او پکتيا د درې، درې ولسواليو د ځدراڼو د قوم شاوخوا څلور سوه مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړی و.
ديني عالم او قومي مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې د ولسمشرۍ رياست دويم پړاو ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې وبللې.
نوموړي د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي په ګډون له طالبانو غوښتنه وکړه، چې نه يواځې ټاکنې ګډوډې نه کړي، بلکې خپلو پلويانو ته په کې د ګډون اعلان هم وکړي.
  ځدراڼ زياته کړه، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره د ټاکنو په ورځ د امنيت د ټينګښت په موخه د قومي اربکيو ګومارلو ته هم تيار دي.
نوموړي وويل: ((د لويې پکتيا له ځينو نورو قومونو سره مو په دې هم خبرې کړې، چې د ټاکنو په ورځ به اربکي ورکوو او له امنيتي ځواکونو سره به د امنيت په ټينګښت کې مرسته کوي.))
د ځدراڼو د قوم مشر ډاکټر محمد ګل ببرک زوی ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې وويل، چې د ټاکنو په مخ کې کومې جدي ننګونې نه ويني؛ خو د رامنځته کېدو لپاره يې بايد تيار ووسيږي.
نوموړي د امنيتي ارګانونو له ټولو مسوولينو وغوښتل، چې په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره د امنيت له پلوه تر خپله وسه ښه زمينه برابره کړي.
ببرک زوی ځدراڼ دغه راز خلک د ولسمشرۍ رياست دويم پړاو ټاکنو کې د خپلې خوښې د ولسمشر د ټاکلو لپاره پراخ ګډون ته هم وهڅول.
ده زياته کړه: ((تاسو هريوه سره يو، يو امانت دی. تاسو په خپله پرېکړه وکړئ، چې دغه امانت چا ته سپارئ. زه له تاسو غواړم، چې اهل کار په سم ډول وپيژنئ او بيا خپل برخليک وټاکئ)).
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهرې شريف ځدراڼ په ټاکنو کې د سړيو ترڅنګ د ښځو ونډه هم ډېره مهمه او برخليک ټاکونکې وبلله.
هغې د ځدراڼو د قوم په ګډون له نورو قومونو هم وغوښتل، چې خپلو مېرمنو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي او امنيتي ځواکونه يې بايد امنيت خوندي کړي.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځدراڼو د مدني ټولنې يو تن غړي محمد جلال حقيقت وويل، چې په هر ډول شرايطو کې به له خپلو مېرمنو سره يو ځای په ټاکنو کې ګډون کوي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د تحريم او په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي  لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د تحريم خبرداری ورکړی او له خلکو يې غوښتي دي، چې په ټاکنو کې دې ګډون نه کوي.
خو له دې مخکې ددې ولايت امنيتي ادارو په امنيتي غونډه کې اعلان وکړ، چې د راتلوونکو ټاکنو د امنيتي خونديتوب لپاره پوره چمتوالى لري.
ټاکل شوې، چې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه د دوو مخکښو کانديدانو، ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټراشرف غني احمدزي ترمنځ د سيالۍ په ترڅ کې ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.