خوست او نورستان کې ټاکنې له کومې ستونزې پرته ترسره شوې

 
خوست ښار ( پژواک، ۱۷ وری ۹۳ ) : د خوست والي او امنيتي چارواکو په دې ولايت کې د ټاکنو بهير ښه وباله او د خلکو پراخ ګډون يې په هېواد کې د ديموکراسۍ د غوړېدا په معنا ياد کړ.
والي عبدالجبار نعيمي د خوست په دولتي ميلمستون کې خبريالانو ته وويل، چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره زيات شمېر ګواښونه موجود وو او د حکومت وسله والومخالفينو پوره هڅه وکړه، چې دغه ملي پروسه ناکامه کړي.
نوموړي وويل، چې د امنيتي ځواکونو په مټ او د خلکو په همکارۍ د دوی د توقع خلاف زيات خلک له خپلو کورونو راووتل او په ټاکنو کې يې پراخ ګډون وکړ.
 نعيمي زياته کړه، چې په دې ولايت کې د ټاکنو په ورځ يو مرکز هم ندی تړل شوی، خو په شمېر مرکزونو کې ځينې تخنيکي ستونزې وې، خو د حل لپاره جدي ګامونه اخيستی وو.
نوموړي دغه راز وويل، چې د ټاکنيزو ستونزو د څېړلو او حل لپاره يې د ځان په مشرۍ يو کمېسيون جوړ کړی و، چې له سهاره يې تر نيمې شپې کار وکړ او اکثريت ستونزې په خپل وخت حل کړې دي.
د خوست د امنيې قوماندان سمونمل فيض الله غيرت بيا خبريالانو ته وويل، چې د ټاکنو د بهير د تحريم لپاره په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسله وال بريدونه او بمي چاودنې کړې دي.
نوموړي وويل، چې کابو ۴۰ بمونه د رايې اچونې مرکزونو ته نږدې ځای پر ځای شوي وو، چې دېرش يې پوليسو ناکاره کړي او لس يې چاودلي، چې له امله يې د يوه ملکي وګړي په ګډون څلور پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
قوماندان فيض الله غيرت زياته کړه، چې د خوست پر يو شمېر سرحدي سيمو وسله والو طالبانو راکيټي حملې او پرځينو امنيتي پوستو وسله وال بريدونه شوي، خو کومه مرګ ژوبله يې نده اړولې.
په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندن جنرال محمدناصر هدايت ياد خبري کنفرانس ته وويل، چې د ټاکنو پر مهال د دوی ځواکونو ته هم په ځينو پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په صبريو ولسوالۍ کې د دوی د ځوکونو پر يوه موټر د سړک غاړې بمي چاودنه شوې، چې له امله يې څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې په يو شمېر سرحدي سيمو کې يې ځواکونو له وسله والو طالبانو سره نښتې کړي، چې په پايله کې يې تر لسو زيات وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
قوماندان هدايت زياته کړه، چې له وسله والو طالبانو څخه يې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم نيولې دي.
بل طرف په خوست کې د ټاکنو د سيمه دفتر مشر محمد شفيق وفا بيا خبريالانو ته په خپلو کې په دغه ولايت کې د رايې اچونې په ځينو کې مرکزونو کې تخنيکي ستونزې ومنلې، خو ويې ويل، چې په حل کې يې ډېر ځنډ ندی راغلی.
نوموړي زياته کړه، چې په دې ولايت کې په ټاکنو کې د خلکو د قيق شمېر په اړه څه نشي ويلای، خو د توقع خلاف د نارينه وو تر څنګ زياتو ښځو په ټاکنو کې ګډون وکړ.
نوموړي همدارنګه وويل، چې ځينو خلکو کوښښ کاوه، چې په ټاکنو کې د يوه مشخص کانديد په ګټه په درغلۍ سره رايې وکاروي، خو حکومتي مامورينو يې مخه نيولې ده.
پرون د شنبې په ورځ، چې ټاکنې ترسره کېدې، د خوست د ولايت مقام د يوې اعلاميې په حواله د يوې ښځې په ګډون څلور کسان، چې تر زرو زيات کارتونه ورسره وو، پوليسو ونيول.
بلخوا د خوست د ټاکنو د شکاياتو د اورېدو کمېسيون يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل، نوم او عکس يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل، چې دوی تر نن پورې ۱۶ شکايتونه ثبت کړي دي.
دغې سرچينې زياته کړه، چې زياتره شکايتونه د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه دي، خو يو شمېر شکايتونه بيا د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه هم شته.
د يادونې وړ ده، چې د خوست د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د رايې اچونې ۱۸۶ مرکزونه پرانستل شوي وو.
بلخوا د نورستان والي هم وایي چې په دې ولایت کې د ټاکنو پروسه د امنیت په فضا کې ترسره شوه.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټول ولایت کې خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې ونډه واخیسته او له هیڅ ډول امنیتي ستونزو سره مخ نه شول.
د هغه په وینا، په دې ولایت کې له منډول ولسوالۍ پرته په ټولو نورو ولسوالیو او ولایت مرکز پارون کې ټاکنې په ښه توګه ترسره شوې او امنیتي ځواکونه پراخه امنیتي تدابیر نیولي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.