No one has right to interfere in Afghan elections: US envoy

خوست ښار ( پژواک،د سلواغې لومړۍ نېټه  ٩٢ ) : د امريکا د سفارت يوه ديپلوماته وايي ، چې ټولټاکنې د افغانانو يوه ملي او خپلواکه پروسه ده او افغانان به خپل برخليک په خپله ټاکي.
د خوست ولايت مقام له خوا د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې څرګندونې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت په ملکي چارو کې د څوارلسو ولايتونو مسوولې مېرمن کارن ډېکر نن دغه ولايت ته دسفر پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې ، چې مېرمن ډيکر سره په دې سفر کې  په سوېل ختيځ زون کې د اېتلافي ځواکونو قوماندان جنرال هېټ، د افغان ملي پوځ د ٢٠٣ تندر قول اردو مرستيال جنرال اکبر، د همغږۍ مسوول جنرال محمداسرار او يوشمېر نور نظامي افسران ملګري وو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې يادو چارواکو د خوست له والي عبدالجبار نعيمي سره په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې ځايي ملکي او امنيتي چارواکو او د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مسوول برخه اخيستې وه.
د خوست والي   راغلي پلاوي سره دليدنې پر مهال وويل، چې په دې سرحدي ولايت کې د امنيتي اوکشفي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي،د وړتياوو او تشکيلاتو لوړېدل، ولسي همکاري،ښه حکومتداري او  د مشترکو امنيتي پلانونو په پلي کولو سره امنيتي وضعيت په بشپړه توګه ډاډمن شوى دى.
هغه زياته کړه ، چې  دغه راز په دې ولايت کې د بيارغونې کارونه، ښوونيز بهير، روغتيا او نورو برخو کې په چټکۍ سره کارونه روان دي او د وسله والو مخالفينو له خوا تر دې دمه له کومو ګواښونو سره نه دي  مخ شوي.
نعيمي راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره وويل ، چې دا ټاکنې د ټولو افغانانو لپاره حياتي ارزښت لري، نو د را روانو ټاکنو لپاره  د امنيتي وضعيت د لا ټينګښت ،شفافيت،بې پرېتوب او په عادلانه ډول د دغې مهمې ملي پروسې د سرته رسولو لپاره د مرکزي حکومت د هدايت په اساس يې اوه کسيز کمېسيون ټاکلى دى.
د هغه په وينا، دغه کمېسيون به د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه شته خنډونه له منځه يوسي او د ټاکنو لپاره مناسب چاپېريال رامنځته کړي.
د امريکاد متحده ايالاتو سفارت په ملکي چارو کې د څوارلسو ولايتونو مسوولې مېرمن کارن ډېکر  وويل ، چې خوست ولايت ورځ تربلې په امنيتي، ښوونيز او نورو برخو کې پرمختګ کوي او تر ټولو مهمه يې داده،چې په دغه سرحدي ولايت کې د ولس او دولت ترمنځ د باور دشتون له امله امنيت ډاډمن شوى دى.
مېرمن ډېکر هيله څرګنده کړه، چې راتلونکي ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې به په خوندي امنيتي چاپېريال کې په شفافيت سره په بې  پرې ډول ترسره شي.
د امريکاد سفارت استازې دا هم وويل ، چې ټولټاکنې د افغانانو يوه ملي او خپلواکه پروسه ده او افغانان به  خپل برخليک په خپله ټاکي.
هغې زياته کړ : ((د امريکامتحده ايالات د افغانانو ملي پروسې ته بشپړ درناوى لري او په همدې موخه به هېڅوک د دوى په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.))
مېرمن ډېکر په دې خوښي وښوده، چې په خوست کې د راتلونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه ښه پلانونه جوړشوي ، چې په پلي کولو سره به يې په دې سرحدي ولايت کې راتلونکې ټولټاکنې د امن، شفافيت او بېطرفۍ په فضا کې سرته ورسيږي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.