Khost residents say failing to get voter cards

 
خوست(پژواک،٢١کب٩٢): د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د رايې اچونې د کارتونو د وېش په مرکز کې د زياتې ګڼې ګوڼې او د مامورينو د کمښت له امله له مشکلاتو سره مخ دي.
دوی وايي، چې ټوله ورځ د ټاکنو د دفتر مخ ته د کارت د تر لاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار ولاړ وي، خو يواځې دوه محلونه د کارتونو د وېش چارې پرمخ بيايي او دا کار د دې لامل شوى، چې کارتونه ژر نه شي ترلاسه کولای.
اوسمهال هره ورځ په خوست کې د ټاکنو د دفتر په دروازه کې د کارتونو د اخيستلو په تمه د يو شمېر ښځو په ګډون له دوه سوو څخه تر څلور سوو پورې کسان په کتارونو کې ولاړ وي.
د دې ولايت د قلندر ولسوالۍ يوتن سپين ږيری عبدالحنان، چې له سهار وختي په کتار کې ولاړ و، پژواک اژانس ته وويل، فکر نه کوي، چې په دا دومره ګڼه ګوڼه کې تر دوولسو بجو پورې نوبت ور ورسېږي.
نوموړي وويل، چې له يوې خوا مامورين کم دي او له بلې خوا د کارتونو د وېش چارې هم په بېړه پر مخ نه ځي او دا د دې لامل شوي، چې په اوږدو کتارونو کې ساعتونه، ساعتونه انتظار وباسي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس په ټاکنو کې د خلکو علاقه زياته شوې او غوښتنه کوي، چې د ټاکنو د کمېسيون ځايي دفتر بايد يادې ستونزې ته د حل يوه بېړنۍ لاره پيدا کړي.
د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد نصير پژواک اژانس ته وويل، نن يې درېيمه ورځ ده، چې د کارت اخيستلو په موخه د ټاکنو دفتر ته مراجعه کوي، خو تر اوسه نه دی بريالی شوی، چې کارت واخلي.
بصير وويل، خپل کاروبار يې پرې اېښی او دا درې ورځې کېږي، چې له سهاره تر مازيګره انتظار ولاړ وي، خو د کارتونو د وېش د محلونو مسوولين په ياده برخه کې ناغيړي کوي.
نوموړي زياته کړه، د دې ستونزې د حل لاره دا ده، چې د ټاکنو ځايي دفتر د کارتونو د وېش محلونه زيات او اضافه مامورين په دندو وګوماري، که داسې ونه کړي، نو فکر کوي، چې څو نورو ورځو کې به هم کارت وانخيستلی شي.
د خوست د مندوزيو ولسوالۍ د شډل د سيمې يو تن اوسېدونکي محمد ايوب پژواک اژانس ته وويل، چې د رسمياتو تر پيل دوه ساعته مخکې په کتار کې ولاړ دی، خو د غرمې تر دوولسو بجو پورې نوبت نه دی ورسېدلی.
هغه زياته کړه، چې په ښار کې ټکسي موټر چلوي او د ورځې ډېرې پيسې جوړوي، خو اوس د نوم ليکنې لپاره د ټاکنو دفتر ته راغلی دی.
نوموړي وويل، چې د پيسو له ګټلو هم ووت او کارت به هم ترلاسه نه کړي، ځکه چې ګڼه ګوڼه زياته ده او د کارتونو د وېش مامورين کم دي.
نوموړي د ټاکنو له مرکزي دفتر څخه وغوښتل، چې په خوست کې خپلو مامورينو ته لارښوونه  وکړي او ځينې نور محلونه هم پرانېزي، چې له انتظاره خلاص شي.
د کارتونو د اخيستو په برخه کې د خلکو د علاقې د زياتېدو يو لامل دا ګڼل کېږي، چې د ټاکنيزو مبارزو په لړ کې خلک زيات هڅول شوي او غواړي، چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د خوست د ټاکنو د ځايي دفتر رييس محمد شفيق وفا پژواک اژانس ته وويل، چې د خلکو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله يې د مرکزي دفتر په لارښوونه يو بل محل هم پرانيستی دی.
نوموړي وويل، چې په ټولو ولايتونو کې د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو علاقه زياته شوې او د ټاکنو مرکزي دفتر د خلکو د غوښتنو پر بنسټ په ولايتونو کې د نويو محلونو د پرانيستلو ګام اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې پر دې سربېره يې بيا هم له مرکزي دفتر سره تماس نيولی او هيله من دی، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره ځينې نور محلونه هم پرانيزي.
د يادونې ده، چې اوسمهال د خوست د ټاکنو په دفتر کې د کارتونو د وېش يواځې يو مرکز، چې دوه محلونه لري، کار کوي.
د معلوماتو له مخې، تر دې مهال په خوست کې تر نوي زره زياتو کسانو په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره نوم ليکنه کړې ده، چې نږدې ۴۵ فيصده يې ښځې تشکيلوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.