Add new comment

په امنيتي پېښو کې لس وسله وال وژل شوي

 
خوست (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې د ملي اردو ځواکونو له خوا په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال د شپږو پاکستانيانو په ګدون لس وسله وال وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو له رسنيز دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوست، غزني او پکتيکا ولايتونو کې يې د نجات (۲) په نوم عمليات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې په وينا، اېتلافي ځواکونو د خوست د دوه منده ولسوالۍ د ميتي په سيمه کې تېره شپه پر وسله والو هوايي بريدونه کړي، چې په کې شپږ پاکستاني وسله وال وژل شوي او درې کورني وسله وال ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د صبريو ولسوالۍ په ترکي کلي کې د وسله والو يو قوماندان، چې غوښتل يې په لويه لاره کې ماين خښ کړي، د اېتلافي ځواکونو له خوا وژل شوى دى.
د سرچينې په وينا، د ملي اردو سرتېرو له اېتلافي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې د خوست د صبريو ولسوالۍ په سروبي کلي کې يو ماين جوړوونکى نيولى او د وسايطو ضد يو ماين يې کشف او له منځه وړى دى.
په خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې د خوست د نادرشاه کوټ د ځني خيلوث په سيمه پر يوه ماين خښوونکي خپل ماين چاودنه کړې او ځاى پر ځاى وژل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي اردو ځواکونو د خوست د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې يو د ځانمرګي واسکټ، ۱۶ فشاري ماينونه، دوه کلاشينکوفونه، د پيکا دوه صندوقه مرمۍ، د سپکو وسلو مرمۍ، مهمات او پوځي تجهيزات په لاس ورغلي او په تړاو يې يو تن نيول شوى هم دى.
سرچينه وايي، ملي اردو د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ په ميرزک سيمه کې د کمين په ترڅ کې يو ماين خښوونکى ټپي کړى، ۷ تنه شکمن يې نيولي او په سيمه کې يې دوه د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.  
د خبرپاڼې په حواله، د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې پلې لوا ځواکونو له امنيتي ارګانونو سره په ګډه د غزني د مقر ولسوالۍ په لړم، ګدول او د بادام کيچه کليو کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي، څلور تنه شکمن يې له څلور موټرسايکلونو او د يوه راکټ انداز له درې فيره مرميو سره نيولي دي.
په خبرپاڼه کې د يادو شوو ډېريو پېښو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.