خوست ښار (پژواک ٢٨ غويى ٩٢): په خوست ښار کې نن سهار چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او ١٢ تنه نور ټپيان دي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال يعقوب خان د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې د ښار د سبزي منډوي په ساحه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درې سرحدي پوليس او ٦ عام وګړي ټپيان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، ماين د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى شوى و او دريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
د سميع الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه د سرحدي پوليسو پر کاروان د ملي پوليسو پوستې ته په ٥٠ مترۍ کې وشوه.
د نوموړي په وينا، تر پېښې وروسته سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړه او ټپيان روغتون ته ولېږدول شول.
د خوست دعامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه منګل پژواک اژانس ته وويل ،چې د چاودنې له سيمې څخه بېلا بېلو روغتونونو ته ديوه وژل شوي تن جسد او ١٠ ټپيان ور وړل شوي دي.
خو د چاودنې سيمې ته نږدې د يوه خصوصي کلينيک کارکوونکي ډاکټر ملک مير پژواک اژانس ته وويل، چې کلينيک ته يې يو جسد او ١٢ ټپيان راوړل شوي دي.
نوموړ د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې نا امنيو زور اخيستى دى، وړمه ورځ په کابل کې او پرون په کندهار ښار کې چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.