Add new comment

Khost workers hard hit by unemployment

خوست ښار (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٤): په خوست کې کارګران وايي چې د بې روزګارۍ ستونزې اندېښمن کړي او د ملي يووالي له حکومته غوښتنه کوي چې د کاري زمينې په برابرولو کې جدي هلې ځلې وکړي.
دغه کارګران چې کله ناکله يې شمېر سلګونو ته رسېږي، هر سهار وختي د خوست ښار په مرکزي برخه کې د يعقوبيو اډې جومات مخې ته راغونډېږي او د سړک پر غاړه د کارموندلو په تمه ولاړ وي.
دوی له ځان سره يوه جوړه غوټه شوې جامې او د لاس مزدورۍ ځيني وسايل لاس نيولي د کار ميندلو انتظار باسي، خو وايي چې د کار د نشتوالي له امله د وسايلو په وړلو راوړلو هم ستړي شوي دي.
د خوست ولايت د متون سيمې اوسېدونکي هاشم خان پژواک اژانس ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يې کار نه دی موندلی او تر غرمې سره لمر ته د کار په تمه ولاړ وي.
نوموړي وويل چې دلته د راټولېدونکو کارګرانو شمېر ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی، ځکه د دولت د نه پاملرنې له امله ټول کارونه په ټپه ولاړ دي.
هاشم خان زياتوي: ((يوه اوونۍ کېږي چې دلته راځم. بې کاري بيخي زياته شوې ده. چې کار پيدا شي، بيا د ورځې ۵ سوه او کله ۴ سوه کلدارې جوړوم.))
د دغه ولايت بل اوسېدونکی نيازمير وايي، ډېره موده کېږي چې دلته په کار پسې راځي، خو په اوونۍ کې دوه يا درې ورځې کار کوي او پاتې نورې ورځې سره لمر ته په ولاړو تېروي.
نوموړي زياته کړه، د بې روزګاره کارګرانو شمېر دومره زيات دی چې يو څوک د کارګر په بيولو پسې راځي، د سترګو په رپ کې لسګونه ګاريګر ترې چار چاپېر تاوېږي.
د پکتيا اوسېدونکي ملک الدين پژواک اژانس ته وويل چې بې روزګاري د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ کړی، خو په خوست کې هم په کار ميندلو پسې لالهانده ګرځي.
هغه زياته کړه: ((کار او مزدوري بېخي نشته. بس دلته د سړک پر غاړه ولاړ يو. موږ له دولت څخه جدي غوښتنه کوو چې موږ ته د کار زمينه برابره کړي.))
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله په خبرو کې پر نوي حکومت نيوکه وکړه چې د بې روزګاره خلکو لپاره د کاري زمينې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
هغه پژواک ته وويل: ((موږ اشرف غني ته د دې لپاره رايه ورکړه، چې له ده څخه مو زياتې هيلې درلودې، خو له کله راهيسې، چې دی پر چوکۍ ناست دی، کارونه ټول په ټپه درېدلي دي)).
د خوست يو مدني فعال محمد زمان نظري وايي چې د ملي يووالي حکومت په جوړښت کې ځينو ستونزو دغه هېواد پر بې کارۍ سربېره له بېلابېلو اړخونو څخه له يو ډول بحران سره مخ کړی.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د سولې او ثبات د ټينګښت تر څنګ د ملي يووالي له حکومته د افغانانو بله ستره هيله دا ده چې بې روزګاره خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هلې ځلې وکړي.))
د افغانستان د خواري کښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې رييس ډاکتر لياقت عادل هم وايي چې په دې وروستيو کې بې کاري او بې روزګاري زياته شوې ده.
نوموړي له ملي يووالي حکومت څخه وغوښتل چې کارګرې طبقې ته زياته پاملرنه وکړي، ځکه چې د ده په وينا، د بې کارۍ له امله ځوانان له وسله والو سره يو ځاى کېږي.
پژواک هڅه وکړه چې د خوست د کار او ټولنيزو چارو رياست د مسوولينو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره يې کوم غبرګون ترلاسه نه شو کړای.
خو د خوست ولايت مقام وياند مبارز محمد ځدراڼ بې روزګاري هېواد شموله مسئله بولي، خو د هغه په وينا، په خوست کې د بې روزګارۍ د زياتېدو لاملونه له نورو ولايتونو د کارګرانو راتګ او وزيرستاني کډوال دي.
هغه پژواک ته وويل: ((په خپله خوست هم زيات نفوس لري، د يو شمېر نورو ولايتونو ځيني کاريګر هم دلته راځي. بله خبره دا چې وزيرستاني کډوال دلته پراته دي، هغوى هم بې روزګاره ځوانان لري.))
مبارز ځدراڼ له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د هواري لپاره دې په دغه ولايت کې د بيارغونې مهمې او بنسټيزې پروژې پلې کړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت معلومات ښيي چې په هېواد کې د کار پر شرايطو برابر ۱۲ ميليونه وګړي شته چې له دې شمېر څخه شاوخوا ۴ ميليونه وګړي د بې کارۍ له امله بې برخليکه کرځي.
کارپوهان په دې نظر دي چې د کاري فرصتونو نه شتون د دې لامل ګرځېدلی چې په هېواد کې تر يو نيم ميليون ډېر افغان ځوانان د نشه يي توکو پر استعمال روږدي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.