Police chief to cooperate with PC on security issues

خوست ښار ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) :د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، چې د امنيتي ستونزو د څېړلو او هواري په برخو کې به د خوست له ولايتي شورا سره ګډې هلې ځلې وکړي.
غيرت دغه څرګندونې د کب په ٢٠مه، تر يو مياشتني کاري اعتصاب وروسته د دې ولايت د ولايتي شورا د دروازې د پرانيسنې او د کار د پيل پرمهال يوې غونډې ته وکړې.
قوماندان غيرت زياته کړه، پوره هڅه به وکړي چې په دې ولايت کې شته امنيتي ستونزې په جدي ډول وڅېړي او د خلکو د ارامې ساه اخيستلو لپاره امنيت نور هم ډاډمن کړي.
نوموړي د خوست د ولايتي شورا له غړو هم وغوښتل، چې نيمګړتياوې او ستونزې يې ور په ګوته او په هواري کې يې ورسره پوره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه : ((زه هيله من يم، چې د ولايتي شورا غړي موږ ته خپلې امنيتي نيمګړتياوې او په دې برخه کې د خلکو ستونزې را په ګوته کړي، څو د هواري لپاره يې جدي ګامونه واخلو.))
د خوست د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند د کاري اعتصاب تر پای ته رسېدو وروسته په ياده غونډه کې د خبرو پرمهال دوی ته د فرمان له مخې د څارنې د حق ورکولو په اړه خوښي څرګنده کړه.
هغه د شورا د نورو غړو په استازيتوب وويل، چې ورسپارل شوی مسووليت به په ښه ډول ترسره کړي او هڅه به وکړي، چې د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو مضبوط پُل واوسي.
زړه سواند دغه راز وويل، چې له خلکو سره به له نږدې کېني، د نورو ستونزو ترڅنګ امنيتي ستونزې به يې راټولې او د خوست له امنيه قوماندان او نورو امنيتي چارواکو سره شريکې کړي.
د خوست د ښاري اتحاديې مشرالف شاه منګل په ياده غونډه کې د ولايتي شورا له غړو وغوښتل، چې د خپل وس برابر د خلکو ستونزې واوري او د هواري لپاره يې له چارواکو سره پرې ګډ کار وکړي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو د دندو د قانون په تصويب کې له دې شوراګانو څخه له حکومتي چارو د څار حق واخيست، چې په غبرګون کې يې ټولو شوراګانو کاري اعتصاب پيل کړ.
د ولايتي شوراګانو د کاري اعتصاب او د هغوی د پرله پسې غوښتنو په پايله کې د کب مياشتې په ۱۳ مه ولسمشر اشرف غني د يوه تقنيني فرمان پر صادرولو سره يادو شوراګانو ته بېرته د څار حق ورکړ.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.