Add new comment

د خوست د ولايتي ادارې پر ضد لاريون وشو

خوست ښار (پژواک، ٨ مرغوى ٩٤): په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د خوست يو شمېر وکيلانو او د دوى ځينو پلويانو د ولايتي ادارې او سرپرست والي په خلاف غونډه او لاريون وکړ.
د ولسي جرګې غړو کمال ناصر اصولي، همايون همايون او د هغوی ځينو پلويانو د وري په ٨ مه يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې له مرکزي دولته په ځانګړي ډول له ولسمشره د سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د دې تر څنګ يادو اعتراض کوونکو د خوست د والي د کور او دغه راز د اداري کمپلېکس تر څنګ چې ټولې دولتي ادارې په کې فعاليت کوي، د اعتراض په ډول يو شمېر خېمې هم وهلې دي.
د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي په ياده غونډه کې پر والي تور ولګاوه چې په اداري فساد کې ښکېل دی او د خپلو شخصي ګټو په خاطر د پرمختيايي پروژو د پلې کېدو مخنيوی کوي.
هغه زياته کړه: ((والي د ښوونکو ۴۰۰ جريبه ځمکه غصب کړې او پلورلې. د هندوفارم په نوم د کرنيزې پروژې مخه نيسي. همدارنګه د دغه ولايت د پرمختګ په مخ کې خنډ ګرځېدلی دی.))
اصولي ګواښ وکړ، که ولسمشر غني په دريو ورځو کې والي او پر فساد نور ککړ چارواکي له دندو لرې نه کړي، خوست ښار او د خوست-ګردېز لاره به وتړي او اعتراضونه به پراخ کړي.
د ولسي جرګې يوه بل غړي همايون همايون يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې پر والي سربېره د دغه ولايت ټول امنيتي ارګانونه هم په ژور اداري فساد ککړ وبلل.
نوموړي زياته کړه: ((امنيه قوماندان، ملي امنيت او د ملي اردو ادارې او چارواکي په فساد ککړ دي. موږ تر هغې خپل اعتراض ته دوام ورکړو، څو مو غوښتنې نه وي منل شوې.))
د خوست د ولايتي شورا د ځينو غړو په استازيتوب د دې شورا غړي قمرعلي لکڼوال غونډې ته وويل چې په تېرو ۵ کلونو کې په دغه ولايت پراخ اداري فساد، د ځمکو غصب او زورواکي اوج ته رسېدلي دي.
هغه وايي: ((والي په تېرو ۵ کلونو کې د خوست د اوسېدونکو ستونزو ته رسېده ګي نه ده کړې. ټولې کړنې يې نمايشي دي، موږ په خوست کې دا ډول چارواکي نه غواړو.))
همدارنګه د اداري کمپلېکس تر څنګ په وهل شوو خېمو کې ناستو اعتراض کوونکو هېڅ دولتي مامور ته اجازه نه ده ورکړې چې کمپلېکس او بيا خپل دفتر ته د دندې ترسره کولو لپاره دننه شي.
يوه دولتي مامور د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې له ۸ څخه تر ۱۰ بجو پورې ټول دولتي مامورين د کمپلېکس د دروازې مخې ته ولاړ وو، خو د اجازې نه ورکولو په پايله کې بېرته ستانه شول.
بلخوا د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ نننی لاريون د هغو اشخاصو او کړيو کار وباله، چې د قانون د تطبيق، د دولتي حاکميت او د قوي ادارې په شتون کې يې شخصي ګټې له لاسه ورکړې دي.
هغه پژواک ته وويل: ((ولايتي اداره به تل د ادارې فساد، د ځمکو غصب او نورو هغو ټولو ناوړه کړنو پر ضد خپلې ټينګې مبارزې ته دوام ورکړي چې د دغه ولايت سولې او ثبات او قومي يووالي ته زيان رسوي.))
مبارزځدراڼ د خوست له ټولو امنيتي، کشفي، دفاعي او سرحدي ځواکونو هم په کلکه دفاع وکړه او پر دې ادارو شوې نيوکې يې د سولې لپاره د قرباني شوو عسکرو له کورنيو سره ستره جفا وبلله.
نوموړي زياته کړه: ((د يادو ارګانونو په پياوړتيا، اکمال، تجهيز او ښو فعاليتونو په پايله کې کې د خوست په مرکز او ولسواليو کې امنيتي حالت پوره ډاډمن شوی او د ورانکارو فعاليتونو مخه يې نيولې ده.))
په همدې حال کې تېره ورځ د خوست امنيتي چارواکو هم په يوه بېړنۍ غونډه کې خبرداری ورکړی و چې که له دې پيل شوو غونډو او لاريونونو ناوړه ګټه واخيستل شي، د دوی له جدي غبرګون سره به مخ شي.
د خوست د ولايت له مقامه د يوې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله امنيتي چارواکو د موخې، ځانګړې موضوع، مشخص ځاى، مسير، ټاکل شوي وخت او د رهبرۍ له پلوه ياد حرکتونه غير اصولي بللي دي.
دغه راز تېره ورځ د خوست لسګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو وروستي مدني حرکتونه د دولتي حاکميت او په ټوليز ډول د خلکو پر وړاندې د سترو امنيتي او نورو ننګونو رامنځته کوونکي وبلل.
همدارنګه د فېسبوک پر ټولنيزه شبکه هم په دغه ولايت کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې تر سرليک لاندې د پيل شوو حرکتونو په اړه بېلابېل نظرونه او غبرګونونه خپرېږي.
د رحيم خوستوال په نوم د فېسبوک يوه کاروونکي پر خپله پاڼه ليکلي: ((د والي او وکيلانو تر منځ ټوله ستونزه د هوايي ډګر پر دوه سوه جريبه ځمکه رامنځته شوې. نا پوه ځوانان مو بايد ځان خبر کړي. مفسد چارواکي به يوه ورځ حتماً حساب ورکوي.))
د طاهر امين تعجب په نوم د فېسبوک بل کاروونکي پر خپله پاڼه بيا د ولسي جرګې پر يادو غړو نيوکه کړې چې خپلو شخصي ګټو ته د رسېدو په خاطر يې مټې رانغښتې دي.
هغه ليکلي: ((بل دا چې دوی غواړې چې دساده ولس په سترګو کې ایرې واچوي، او په غیر مستقیمه توګه خلکو ته دا وښایې چې ګني موږ ستاسو درایو قدر پیژنو او دخوست ګټو ته ژمن یو ځکه چې په لنډ وخت کې پارلماني ټاکنې را روانې دي، تر څو وکولی شي چې ځانونو ته دبریالیتوب یو چانس پیدا کړي .))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.