Poll panel slammed for hurting people’s trust

 
خوست ښار (پژواک،١٩ زمرى٩٣): د خوست ولايت مدني ټولنو استازو دټاکنوپر خپلواک کمېسيون تور  پورى کړ، چې ګنې خپلواکي يې نه ده ساتلې او تر ځينو فشارونو لاندې راغلی دى.
په دې تړاو د خوست په مرکز کې غونډه جوړه شوې وه ، چې د مدني بنسټونو غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ولايتي شورا يو شمېر کانديدانو په کې ګډون کړی و.
په خوست کې د مجاهدينو د اسلامي شورا په نوم د يوه مدني بنسټ مشر قاري عبدالولي عادل د ټاکنو پرکمېسيون له دې امله نيوکه وکړه، چې د ځينو فشارونو تر اغېز لاندې په راتلو سره يې د ټاکنو باور ته زيان ورساوه.
نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو کمېسيون تر ټاکنو وړاندې په ټينګار سره ژمنې کولې، چې د رايو د پايلو پربنسټ به د ولس برخليک ټاکي؛ خو اوس د زياتره خلکو هيلې په اوبو لاهو شوې دي.
هغه وويل: ((د دوی او نورو خلکو غوښتنه دا وه، چې کاندېدانو بايد د کومو ستونزو له رامنځته کولو پرته د ټاکنو پايلې منلي وای. ډېری خلک  اوس پر ټاکنو چندان باور نه لري.))
د يادې غونډې ځينو ګډونوالو د ولسمشرۍ رياست پر دواړو کانديدانو هم اعتراضونه وکړل، چې د خلکو رايو ته له درناوي پرته يې په خپل منځ کې د ملي وحدت په نوم د يوه ګډ حکومت پر جوړولو پرېکړه وکړه.
يو تن ديني عالم مولوي امين الله امين وايي، چې په ظاهري توګه د ملي وحدت حکومت جوړول د ټول افغانستان په خير دي؛ خو که د دې نوم تر شا نورې خبرې روانې وي، نو بيا پايښت نشي کولای.
نوموړي د اصلاحاتو او همپالنې او د بدلون اوتدوام له ټيمونو په ټينګه وغوښتل، چې له دې وروسته د ټاکنو کمېسيون پرېکړو ته پوره درناوی ولري او خنډونه  جوړ نه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون تراوسه د دې تورونو په غبرګون  کې څه نه دي ويلي.
د نننۍ غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو بيا د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، هرڅومره ژر، چې کېږي، د ولايتي شوراګانو د پايلو په اعلانولو کې جدي ګام واخلي.
د ولايتي شورا يوتن کانديد انجنير حکيم ولي شرافت پژواک ته وويل، چې پوره څلور مياشتې يې د خپل برخليک ټاکلو ته انتظار وکړ؛خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده راوتلې.
نوموړي وويل: ((دغه اوږده ځنډ د رايو په شمېر او پايلو کې د درغلۍ پوره زمينه برابره کړې ده. زما په ګډون د يو شمېر نورو کاندېدانو د رايو په شمېر کې ډېر بدلون راغلی. د چا رايې کمې شوي او د چا زياتې شوې دي.))
 شرافت د نورو کانديدانو په استازيتوب ګواښ وکړ، چې که د ولايتي شوراګانو پايلې د پوره شفافيت پر بنسټ ژر اعلان نه شي، نو په پراخه لاريونونو به لاس پورې کړي.
د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې، چې د وري په ۱۶ مه د ولسمشرۍ رياست د لومړي پړاو ټاکنو سره هم مهاله ترسره شوې، ۶۲ کسانو د خوست د ولايتي شورا لپاره ځانونه نومولي وو.
له دغه شمېر څخه پنځلس کاندېدان په لومړني لېست کې بريالي بلل شوي؛ چې دوه تنه به يې مشرانو جرګې ته د سناتور په توګه ورپېژندل کېږي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.