Add new comment

Khost elders lash out at Abdullah’s remarks

 
خوست (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د خوست اوسېدونکو او افغان ملي ځورځنګ ګوند په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله څرګندونې وغندلې.
په خوست کې په همدې غبرګون احتجاجيه غونډه وشوه، چې د پارلمان غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو په کې ګډون کړی و، چې شمېر يې شاوخوا دوه زره تنو ته رسېده.
د غونډې ويناوالو د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله هغه خبرې وغندلې، چې ويلي يې دي، په يو شمېر ولايتونو کې د رايې ورکوونکو له اصلي شمېر څخه زياته رايه کارېدلې ده.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همايون همايون غونډې ته وويل، چې خلکو په ډېرو سختو شرايطو کې د سر په بيه د ټاکنو په بهير کې برخه واخيستله.
نوموړي ډاکټر عبدالله عبدالله ته په اشارې سره وويل، د افغانان په ځانګړي ډول د لويې پکتيا ولسونه هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې پر رايو يې لوبې وشي او په سپکه ورته وکتل شي.
د دغه ولايت د منګلو يو تن قومي مشر حيدرګل منګل وويل، چې ډاکټر عبدالله پر دې پوهېږي چې دغه ځل په ټاکنو کې د ده د توقع خلاف خلکو ورته کمې رايې ورکړې دي.
نوموړي وويل: ((ډاکټر عبدالله قصداً غواړي چې ټاکنې بدنامه او د خلکو هيلې پرناهيلۍ بدلې کړي.))
د ځدراڼو يوه قومي مشر مولوي سردارمحمد ځدراڼ د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د خلکو رايو ته دې پوره درناوی وکړي.
هغه د ډاکټر عبدالله پرونۍ خبرې پر سختو ټکو وغندلې، چې په وينا يې په ټاکنو کې يې د يو شمېر ولايتونو د خلکو ګډون او رايو ته په کې سپکاوی کړی دی.
د دغه ولايت يوه بل قومي مشر داود خان شهيدزوی په خپلو خبرو کې په ختيځو او جنوب ختيځو ولايتونو کې د ټاکنو په بهير کې د خلکو له پراخ ګډون څخه په کلکه دفاع وکړه.
نوموړي د افغانستان پر خلکو غږ وکړ، چې هيچا ته اجازه ورنه کړي، چې رايو ته سپکاوی وکړي او يا پرې لوبې وکړي.
د خوست د مرکز د لکڼو سيمې يوه قومي مشر خان محمدقيوم خان ګواښ وکړ، چې که په رايو کې يې لاسوهنه وشي او حق يې ضايع شي، نو مسوول چارواکي به د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شي.
د ځينو باوري سرچينو په حواله د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو کې په خوست ولايت کې د خلکو په پراخ ګډون سره تر څلور سوه زره زياته رايه کارول شوې ده.
سرچينې وايي، چې په ياد شمېر کې تر ۳۹۰ زره زياته رايه د ډاکټر اشرف غني احمدزي او څه باندې ۱۰ زره رايه د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه کارول شوې ده.
په خوست کې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون مشر خانزاده خان افغاني له پژواک اژانس سره په خبرو کې رد کړه، چې ګني د رايه ورکوونکو له اصلي شمېر څخه زياته رايه کارول شوې ده.
افغاني وويل، د دوی د معلوماتو له مخې په دغه ولايت کې پنځه سوه زره کارتونه وېشل شوي، خو د ټاکنو په دويم پړاو کې لسګونه زره خلک د رای پاڼو د خلاصېدو له امله له ټاکنو بې برخې شول.
په ورته مهال د افغانستان د ملي ځورځنګ ګوند د غبرګولي په ٢٦پژواک ته په رالېږلې اعلاميه کې هم د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د پاروونکو څرګندونو غندنه شوې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې خلکو په پراخه توګه به ټاکنو کې برخه اخيستې او هېڅ نوماند حق نه لري څو د ټاکنو د کمېسيونونو پر کارکوونکو له سند او مدرک پرته تور ولګوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.