Govt, world urged to advance peace effort

خوست (پژواک ١٤ لړم ٩٣): د خوست د ګربزو ولسوالۍ لسګونو زده کوونکو او يو شمېر ځوانانو پر حکومت او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

زده کوونکو او ځوانانو دغه څرګندونې نن د ګربزو ولسوالۍ د شيخ امير په لېسه کې د سولې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د مقالو لوستلو او ترانو ويل په ترڅ کې وکړې.

په ياده غونډه کې پر زده کوونکو سربېر د مدني ټولنې فعالانو، چارواکواو د ځايي قومي مشرانو ترڅنګ د وزيرستان ځينو مشرانو هم ګډون کړی و.

د ګربزو د شيخ امير ښوونځي زده کوونکي محمدالله يادې غونډې ته په ليکلې مقاله کې له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې هېواد له اوسني حالته اوباسي.

هغه وويل: ((موږ زده کوونکي د افغانستان راتلونکی جوړو، د دې لپاره چې زموږ راتلونکی روښانه او هېواد مو پرمختللی وي، نو سر له ننه دې سوله او ثبات ټينګ کړای شي.))

د ګربزو ولسوال محمد اکبرځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، د سولې په اړه دغه غونډه د دولت او ځوانانو د ټولنو په همکارۍ جوړه شوې وه.

ده وويل، د دوی موخه دا ده چې پر حکومت سربېره نړيوال د افغان زده کوونکو غږ واوري او د دوی د راتلونکي لپاره د سولې په ټينګښت کې هلې ځلې وکړي.

ځدراڼ زياته کړه:(( مخکې موهم دې ته ورته پروګرامونه جوړ کړي و، چې مثبته اغېزه يې لرله اوس مو بيا دا هڅې پيل کړي.))

په ياده غونډه کې ځينو قومي مشرانو هم پر حکومت غږ وکړ، چې بايد له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه د خبرو اترو له لارې مخ ته لاړ شي.

د ګربزو ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل احمد خان وويل،که دولت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، نو فکر کوي چې د سولې په ټينګښت کې به ډېر پرمختګ رامنځته شي.

دى زياتوي، دولت بايد له وسله والو طالبانو سره کېني، د دواړو غاړو نېمګړتياوې په ګوته او د هواري يوه لار ورته ومومي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.