Add new comment

Electoral crisis hits hard businesses in Khost

خوست ښار (پژواک ٢٧ وږى ٩٣): د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، چې ټاکنيزو ناندريو د هېواد د ناامنه کېدو تر څنګ د دې ولايت پر کاروبار بده اغېز کړې ده.

که څه هم د دويم پړاو ټاکنو د تفتيش پروسه پاى رسېدلې اود شکايتونو کمېسيون به د څېړنې پايلې د ټاکنو کمېسيون ته وسپاري؛خو لا هم د کانديدانو تر منځ جوړجاړى نه دى شوى.

د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي علي الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو پروسې د دوام له امله يې کارونه په ټپه ولاړ دي.

دى ګِلکاري کوي او هر سهار د خوست ښار په چوک کې د کار لپاره ولاړ وي؛ خو په وينا يې کار ورته ځکه نه پيدا کېږي چې خلک ابادي نه کوي.

ده وويل،له هغه وخته چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د ټاکنو په سر جنجال پيل شوی،کارونه په ټپه ولاړ دي.

د ده ترڅنګ يو بل تن ولاړ ګِلکار ګل بت خان هم پژواک ته وويل چې په مياشت کې يوه يا دوه ورځې کار ورته پيدا کېږي او نورې ټولې ورځ وزګار ګرځي.

هغه زياته کړه چې ټاکنو يې پر کاروبار د منفي اغېز ترڅنګ په هېواد کې وروستيو ناامنيو او د وسله والو طالبانو له لوري ډله ييزو بريدونو هم خلک سخت اندېښمن کړي دي.

ګل بت خان وويل: ((موږ له دواړو نوماندانو غواړو چې لانجه ژر حل کړي؛ څو په هېواد کې سوله، ثبات رامنځته او خلک په ارامه توګه ژوند وکړي.))

د خوست ښار د جنراتورونو د يوه پلورنځي مسوول نصرت الله وويل چې په دې کاروبار کې يې په ميليونونو افغانۍ پانګونه کړې؛ خو اوس يې کاروبار په ټپه ولاړ دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((ټاکنو زموږ پر کاروبار دومره منفي اغېزکړی،چې دا څو مياشتې د هټۍ کرايه له جيبه ورکوو؛ ځکه هيڅ سودا نه کېږي.))

د خوست ښار د موټرو د ټايرونو د يوه سوداګريز شرکت مسوول وحيدالله پژواک ته وويل چې که روان حالت نور هم دوام وکړي؛ نو ممکن خپل شرکت وتړي.

هغه زياته کړه چې د ټاکنو پر سر دلانجو تر رامنځته کېدو وروسته ټوله ورځ په شرکت کې ناست وي؛ خو څوک د کوم شي اخيستلو ته نه ورځي.

وحيدالله له دواړو کانديدانو وغوښتل، چې اختلافات شا ته وغورځوي او همدارنګه دې د ټاکنو کمېسيون وروستۍ پايلې ژر اعلان کړي؛څو هرڅه پای ته ورسېږي.

د موسی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له ټاکنيزو لانجو ستړی شوی او تر دې چې نه غواړي په تړاو يې خبرونو هم واوري.

نوموړي زياته کړه:((عام ولس خپله حوصله له لاسه ورکړې او هر څومره ژر چې کېږي، بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون وروستۍ پايلې اعلان کړي او دا لانجه ختمه کړي.))

د خوست د اسمعيل خېلو ولسوالۍ اوسېدونکى نصرالله وايي، دواړه نوماندان بايد د ټاکنو کمېسيون له لوري کېدونکې پرېکړه ومني.

نصرالله پژواک اژانس ته وويل، چې د ټاکنيز کړکېچ دوام د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو لامل ګرځېدا شي.

پر خوست سربېره د بېلا بېلو ولايتونو يو شمېر پانګه وال،سوداګر او ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ټاکنو پروسې غځېدو او ناندريو يې پر کاروبار بده اغېزه لرلې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.