Officials justify high voter turnout in Khost

 
کابل (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): د ولسي جرګې ځينو غړو د دې جرګې له نورو وکيلانو غوښتي، چې په جرګه کې داسې څرګندونې ونه کړي، څو له مخې يې هېواد له بحران سره مخ شي او ټينګار يې کړى چې د ټاکنو کمېسيون بايد پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي.
د ولسي جرګې غړي وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي، چې د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو وروسته د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې ځينو کسانو پر لاريون لاس پورې کړ او د درغلي کوونکو د محاکمې غوښتنه يې کړې ده.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غويي په ٢٤مه ترسره شوې او ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې به د چنګاښ په ١١مه او وروستې يې د چنګاښ په ٣١مه اعلان شي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې پر يادو ټاکنو بحثونه وشول.
په دې جرګه کې د باميانو استازي محمد اکبري وويل، چې د جرګې غړي بايد د ټاکنو په اړه داسې څرګندونې ونه کړي چې له مخې يې هېواد له بحران سره مخ شي.
هغه زياته کړه: ((موږ او تاسو بايد دلته د ټاکنو په اړه ترخې خبرې ونه کړو؛ ځکه خلک لمسېږي او هېواد له ستونزو سره مخ کېږي، چې دغه کار بيا د هېواد په خير نه دى.))
اکبري وايي، چې د کړکېچ پيدا کوونکو خبرو پر ځاى بايد د جرګې غړي د ټاکنو له پروسې څخه جدي څارنه وکړي، تر څو حق حقدار ته ورسېږي.
په ياده جرګه کې د پکتيکا استازي نادر خان کټوازي هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((موږ او تاسو بايد په خپلو خبرو کې ډېر احتياط وکړو ځکه زموږ خلک سياسي پختګۍ ته نه دي رسېدلي، دلته اوس هم قومي او ژبنۍ ستونزې موجودې دي.))
کټوازي ټينګار وکړ، چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد پاکې رايې له نا پاکو بېلې کړي تر څو د خلکو د رايو پر اساس ټاکل شوى کس د ولسمشر په توګه اعلان شي.
دغه راز په ياده جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي هم د جرګې له غړو غوښتنه وکړه،چې د ټاکنو په پروسه کې لاس وهنې ونه کړي،ځکه هيواد به له سخت کړکيچ سره مخ کړي.
هغه زياته کړه: ((په خپلو خبرو کې بايد د هغو خلکو د رايو سپکاوى ونه کړو، چې په نا امنو سيمو کې رايې ورکړې دي.))
د اصولي په ګډون د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ټينګار وکړ، چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد پاکې رايې له نا پاکو بېلې کړي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د جرګې يو شمېر غړو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله او ځينو نورو يې د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي ننګه وکړه او يو پر بل يې د درغلي کوونکو تورونه هم پورې کړل.
دغه راز د جرګې يو شمېر نورو غړو بيا غوښتنه کوله، چې ولسي جرګه بايد د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره يو پلاوي وټاکي.
خو د جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل، دغه جرګه نه شي کولاى د ټاکنو د ستونزې د حل لپاره پلاوى وټاکي، خو که چېرې د جرګې غړي وړانديز وکړي نو له اساسي قانون سره سم په دې برخه کې ځانګړى کمېسيون جوړېداى شي.
د افغانستان د اساسي قانون په ٨٩مه ماده کې راغلي، چې ولسي جرګه واك لري د غړو د درېيمې برخې پر وړانديز، د حكومت د اعمالو د څېړنې او كتنې لپاره يو ځانګړى كمېسيون وټاكي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.