Women in Khost demand justice and peace

خوست (پژواک ١٩ تله ٩٣): د خوست ولايت يو شمېر مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانو له نوي حکومته غوښتنه وکړه ، چې د دندو په وېش کې بايد انډول په پام کې ونيسي.

يو شمېر مېرمنو دا غوښتنه د تلې په ١٩مه د خوست ولايت د ښځو چارو په رياست کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړه.

د خوست د ولايتي شورا وکيلې نعت بي بي عمري وويل، چې په پخواني حکومت کې ښځو ته پوره حقونه نه و ورکړل شوي او يواځې د کاغذ پرمخ پاتې وو.

هغې د بېلګې په توګه وويل:((د خوست په ولايتي شورا کې ۱۳ نارينه او درې ښځې دي. دا د دې ښکارندوي کوي، چې د ښځو حقونو ته پوره درناوی نه کېږي.))

عمري له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل، چې په حکومت کې د دندو د وېش په برخه کې د سړيو او مېرمنو ترمنځ د انډول په ساتلو کې له پوره دقت څخه کار واخلي.

نوموړې همدارنګه د افغانستان پر ټولو ښځو غږ وکړ، چې په نوي حکومت کې له خپلې ونډې په کلکه دفاع وکړي او خپل حق پرته له کومې وېرې وغواړي.

د دې ولايت اوسېدونکې مرينې پژواک ته وويل چې د دې ولايت ښځې په ډېرو سختو شرايطو کې له خپلو کورونو راووتې او د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې يې پراخه برخه واخيسته.

هغې وويل، چې نوی حکومت دې د ټاکنو په ورځ د ښځو قربانيو ته په کتو سره هغوی ته په سياست او نورو کارونو کې پوره برخه ورکړي.

مرينه وايي:((که اوس په نوي حکومت کې ښځو ته خپله برخه ورنه کړل شي، دا به د دې لامل شي، چې ښځې به هيڅکله هم په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.))

د خوست د شيخ زايد پوهنتون يوې محصلې ثُريا پژواک ته وويل، چې د ښځو د پرمختګ لپاره دې نوی حکومت د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو د جذبولو شرايط اسانه کړي.

هغې وويل، چې په هره ازموينه کې د نجونو نيمه برخه هم لوړو زده کړو ته لار نه مومي او دا په دې مانا ده، چې د ښځو د حق په برخه کې ظلم کيږي.

ثرُيا پر ولسمشر احمدزي غږ وکړ، چې د ښځينه استعدادونو په روزلو کې ډېر کار وکړي او هغه ښځې، چې روزل شوې دي، د وړتيا له مخې دې پر ځينو مهمو دندو وګوماري.

د دې ولايت يوې اوسېدونکې سلطان زري له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ولسمشر څخه يواځې او يواځې د سولې او ثبات د ټينګښت غوښتنه وکړه.

سلطان زري وايي، په تېرو څو کلونو کې يې درې زامن، چې د پوليسو په ليکو کې يې دندې ترسره کولې وژل شوي، چې له امله يې د کورنۍ ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی.

هغې زياته کړه: ((که په هېواد کې مو سولې او ثبات ټينګښت ومومي دا زموږ لپاره هرڅه دي. موږ هيڅ شی نه غواړو، خو چې ښځې مو کونډې او بورې نشي او بچيان مو يتيمان نشي.))

د نوي ولسمشر د کار له پېلېدو شاوخوا دوه اوونۍ تېرېږي.

نوموړي دخپل حکومت لپاره نوې کابينه نه ده اعلان کړې؛ خو په بېلابېلو غونډو کې يې يادونه کړې ، چې سالمه ادارې به رامنځته کوي او انډول به په کې په پام کې نيسي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.