Add new comment

Khost PC in trouble to elect admin board

خوست (پژواک، ٢٦ لړم ٩٣): د خوست د ولايتي شورا ځينې غړي د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون تورنوي چې د دې شورا د اداري تشکيلاتو لپاره د ټاکنو زمينه نه برابروي.

د يادې شورا يوه غړي مجيب الرحمن سالم زوی نن د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل چې د ولايتي شورا د رييس، مرستيال او منشي د نه ټاکلو له امله د دوی موکلين له ستونزو سره مخ دي.

نوموړى دغه راز وايي چې تر اوسه يې مشرانو جرګې ته هم کوم غړی نه دی ور پېژندلی، په داسې حال کې چې د هېواد له ډېرى ولايتونو کابل ته سناتوران لېږل شوي دي.

د دې شورا يوه بل غړي اميرالله زړه سواند خبريالانو ته وويل چې د يادې ستونزې په اړه يې په پرله پسې ډول د ټاکنو د کمېسيون له مسوولينو غوښتنې کړې خو هېڅ ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

د خوست د ولايتي شورا غړو يوه اوونۍ وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل او ټاکل شوې وه چې په هماغې ورځ يې تر منځ د اداري پلاوي لپاره ټاکنې وشي خو ځيني غړي له غونډې ووتل.

په خوست کې د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مشر محمدشفيق وفا پژواک اژانس ته دا رد کړه، چې ګني دوی د ولايتي شورا د غړو تر منځ د ټاکنو زمينه نه برابروي.

نوموړي هم وويل چې ستونزه په خپله په شورا کې ده؛ ځکه د اداري تشکيلاتو لپاره د غړو نصاب نه پوره کوي چې پرته له دې ټاکنې ناقانونه دي.

په همدې حال کې يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل د نصاب د نه پوره کېدو ستونزه د مشرانو جرګې د غړيتوب پر سر رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه د ولايتي شورا غړي په دوو ډلو وېشل شوي چې يوه ډله غواړي، خپل استازی مشرانو جرګې ته ولېږي او بله ډله د خپل بل ملګري د ټاکلو هڅه کوي.

خو د يادې شورا غړي مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ دغه خبرې بې بنسټه وبللې او ويې ويل، چې د ولايتي شورا ټول غړي په يوه خوله دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.