Add new comment

‫‫له نوي حکومته د خلکو غوښتنې

ښرنه-خوست (پژواک ٢ تله ٩٣): د پکتيکا او خوست ولايتونو اوسېدونکو له نوي حکومته غوښتنه کړې چې د سولې، امنيت او اداري فساد د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.

د تلې په دويمه په پکتيکا ولايت کې په همدې تړاو قومي مشرانو، چارواکو او يو شمېر ځايي اوسېدونکو غونډه وکړه.

‫د پکتيکا د والي مرستيال عطاالله فضلي په دې غونډه کې د نوي حکومت پر رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړه او دا حکومت يې د هېوادوالو په ګټه وباله.

نوموړى وايي هيله لري چې نوى ولسمشر اشرف غني احمدزى او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله به خپلې کړې ژمنې عملي کړي‫.

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس مبين فقيرزاده په اوسنيو حالاتو کې د ''ملي وحدت حکومت'' جوړېدل غوره وګڼل

‫ده زياته کړه: ((نوى حکومت دې تر هر څه لومړى په هېواد کې سوله تامين کړي او هم دې د شته ادارې د فساد مخنيوى وکړي.))

په پکتيکا کې د افغان متحد ملت ګوند مشر عبدالغني پکتين د دې غونډه په څنډه کې پژواک ته وويل چې نوي حکومت ته افغانان ډېرې هيلې لري.

‫پکتين دغه راز له نوي حکومته غوښتنه وکړه چې د پکتيکا په رهبرۍ کې تغيير راولي، وړ او په کارپوه کسان دې پر دندو وګوماري.

بلخوا د خوست ولايت اوسېدونکو هم له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د افغان سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

د خوست د مرکز اړوند د لکڼو اوسېدونکي امين احساس پژواک ته وويل چې افغانستان دا مهال تر ټولو زيات د سولې ټينګښت او دغه راز له اقتصادي بحران څخه وتلو ته اړتيا لري.

امين له ولسمشره غواړي چې د بيارغونې، ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو تر څنګ د وزګارو خلکو لپاره د کاري زمينې په برابرو کې د زړه له کومې کار وکړي.

د دغه ولايت بل اوسېدونکي امان الله وويل، نوى حکومت بايد هغه کسان پر دندو وګوماري چې په کار پوه او صادق وي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې نوی حکومت دې د اداري فساد د له منځه وړو تر څنګ د اړيکو پر بنسټ نااهله کسانو ته د مهمو دندو له ورکولو مخنيوی وکړي.

په خوست ښار کې د کمپيوټرو د يوه پلورنځي مسوول حيدرجان منګل وايي چې د ده په نظر د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي اسانتياوو رامنځته کول جدي اړتيا ده.

د خوست د مرکز د ماڼۍ سيمې اوسېدونکي او متقاعد افسر جمال پژواک ته وويل چې د نوي حکومت د پايښت لپاره اړينه ده چې د اسلامي شريعت پر اساساتو اتکاء وشي.

جمال زياته کړه، مجرمو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او په ولايتونو کې د زورواکو له لوري د دولتي شتمنيو په ځانګړي ډول د ځمکو د غصب مخه دې ونيول شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.