مزارشريف (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، که چېرې حکومت په خپله په چارو کې د روڼتيا پر لور رښتينې هڅې وکړي، نو د فساد مخنيوی به اسانه وشي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش دغه څرګندونې د تلې په ۹مه له حکومت څخه د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنې په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د ولايتي شورا په انګړ کې د بلخ ولايت د محصلينو د همغږۍ د مرکز له خوا د لسګونو ځوانانو په ګډون د يوې غونډې په ترسره کولو د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنه وشوه.