بلخ او کونړ کې هم په تذکره کې د افغان او اسلام کلمو په ننګه لاريونونه وشول

مزارشريف- اسعداباد (پژواک، ٢١ وږى ٩٤): په بلخ او کونړ ولايتونو کې هم زرګونو کسانو په تذکرو کې د افغان کلمې په ننګه لاريونونه وکړل.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې نن سهار (د وږي ٢١مه) لاريون پيل شو، د ښار له بېلابېلو سيمو سلګونه لاريون کوونکي چې په کې پښتانه، ازبک، هزاره، سادات او د نورو قومونو خلکو په کې ګډون کړى و، د کابل- مزار پر لويه لاره فردوسي څلورلارې ته راټول شول.
لاريون کوونکي چې شمېر يې تر دريو زرو ډېر و، له يادې څلورلارې د ولايتي شورا تر دفتر پورې په داسې حال کې ولاړل چې له ځان سره يې بېلابېل شعارونه لېږدول.
لاريون کوونکو د نورو شعارونو تر څنګ (د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي) او د ملي يووالي شعارونه او ملي بيرغ له ځان سره لېږدول.
د لاريون يوه سمبالوونکي ګل رحمن همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځينې بهرنۍ کړۍ او کورني عناصر د تذکرو له لارې د قومونو تر منځ ستونزې رامنځته کوي.
هغه افغان او اسلام کليمې په تذکره کې اړينې وبللې او پر دې يې ټينګار وکړ چې دا کليمې بايد په تذکرو کې وليکل شي.
همدرد دغه راز په تذکرو کې د افغان کلمې تر څنګ د نورو قومونو د هويت د يادولو غوښتنه هم وکړه.
د بلخ د ولايتي شورا وکيل شجاع الدين شجاع پر حکومت او خلکو غږ وکړ چې بايد دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.
نوموړي هم په تذکرو کې د افغان کليمې د يادولو ننګه وکړه خو ويې ويل چې د نورو قومونو هويت هم بايد په کې ذکر شي.
د لاريون په پاى کې د تذکرې د ستونزې هواري لپاره پنځه ماده ييز ه طرحه وړاندې شوه چې په کې له حکومته غوښتنه شوې وه چې د تذکرو په اړه خپله چوپتيا ماته کړي.
په دې طرحه کې له حکومته دغه راز غوښتل شوي چې په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو تر څنګ د نورو قومونو (تاجک، ازبک، ايماق، سادات، ترکمن، هزاره ، نورستاني، پشه يي، پښتون او نور..) يادونه وکړي.
دغه راز په دې طرحه کې راغلي چې د تذکرو د ستونزې د هواري لپاره بايد اساسي قانون ته رجوع وشي.
په طرحه کې زياته شوې، په تذکرو کې د ټولو قومونو د هويت په ذکر کولو سره د ملي سرود په څېر د ملي يووالي او خلکو تر منځ د همغږۍ لامل کېږي.
د طرحې په وروستۍ ماده کې ګواښ شوى، که چېرې حکومت ژر تر ژره دا ستونزه هواره نه کړي، نو دوى به خپل لاريونونه پراخ کړي.
د يو بل خبر له مخې، په کونړ کې هم زرګونو خلکو په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د زياتېدو په موخه سوله ييز لاريون وکړ.
دغه لاريون چې د ولايتي شورا په مشرۍ جوړ شوی و، په کې قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړي و.
لاريون د سهار په اتو بجو پيل او په ١١ بجو پاى ته ورسېد.
د لاريون يوه سمبالوونکي سناتور رفيع الله حيدري پژواک ته وويل چې د کونړ ولسونه د دولت له حاکمانو په ټول هېواد کې د اساسي قانون د دويمې او څلورمې مادو پلې او عملي کېدو غوښتونکي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د کونړ ولسونه پرته د افغان او اسلام له کلمو برېښنايي تذکرې نه اخلو.))
د نوموړي په وينا، که دولت يې غوښتنې ونه منلې، نو دوى به لاريونونو ته ادامه ورکړي.
ديني عالم مولوي فرمان الله بيا وويل چې افغانو په تېرو دريو لسيزو کې د افغان او اسلام په نومونو قربانۍ ورکړې دي او له دې وروسته هم قربانۍ ته چمتو دي.
هغه زياته کړه، که چېرې حکومت دغه کار ونه کړي، نو ولسونو به د دولت پر ضد ودرېږي.
په پاى کې د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار پرېکړه ليک ولوست چې په کې د کونړ ټولو ولسونو له افغان او اسلام کلمو پرته د تذکرو پر نه اخيستلو پرېکړې کړې ده.
د يادونې ده، تر دې مخکې په کابل او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم د افغان او اسلام کلمو په ننګه لاريونونه شوي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.