مزارشريف ( پژواک ١١ غبرګولى ٩٢ ) : د مزارشريف ښاري محکمې په يوه علني محکمه کې د يوه ماشوم د قتل په تور دوه ښځې پر اعدام محکومې کړې.
دغه پرېکړه د غبرګولي په ۱۱مه،د ښکيلو لورو، د مزارشريف اوسېدونکو او رسنيو پر وړاندې په علني محکمه کې اعلان شوه.
د مزار ښار د لومړنۍ ښاري محکمې د جزا د دېوان رييس محمد صادق فياض وويل، چې د نسيمې او لطيفې په نومونو دوه مېرمنې د علي سينا په نامه د اته کلن ماشوم د وژنې په جرم په اعدام محکومې شوې.
نوموړي زياته کړه، چې دغه حکم يې د جزا د قانون د ۳۹۵ مادې پر بنسټ کړی دى.