Add new comment

ناروغان د بلخ د ملکي روغتون د خدمتونو له ناسموالي شکايت لري

مزارشريف (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): د  بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار په ملکي روغتون کې د ناروغانو پايوازان له ناسمې درملنې شکايت کوي.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا مسوولين سربېره پر دې چې په دغه روغتون کې د ناسمو خدمتونو پخلى کوي، زياتوي چې ځيني ډاکټران ناروغان خپلو شخصي کتنځاينو ته په ورتګ مجبوروي.
د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالصبور چې نن (د زمري ١٨مه) يې سهار د بلخ ملکي روغتون ته خپل ماشوم زوی د درملنې لپاره راوستلى و؛ خو د ډاکټرانو له چلنده يې شکايت وکړ.
نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې ورځ په تېرېدو ده خو د زوی حالت يې د دې پر ځای چې ښه شي لا پسې خرابېږي.
د هغه په وينا، په دلېزونو کې ډاکټرانو پسې ګرځي، چې د زوی کتنه يې وکړي.
صبور وويل: ((کله چې له کلينک نه درمل راوړم، نو ډاکټران مې کله يوه ته لېږي او کله بل ته، له ډېرو زاريو وروسته يو ډاکټر زړه ښه کوي چې د مريض کتنې ته راشي.))
نوموړي زياته کړه چې دوی ملکي روغتون ته په همدې هيله راځي چې په بې وزلي دي او درملنه به يې وړيا وشي.
سربېره پر دې چې په ملکي روغتونونو کې ځيني درمل د حکومت له خوا په وړيا توګه ورکول کېږي؛ خو د بلخ ملکي روغتون ته د راوړل شوو ناروغانو پايوازان وايي چې ټول درمل له بازاره پېري.
عبدالقدير چې د بلخ له چاربولک ولسوالۍ يې له تېرو دوو شپو خپل ناروغ د درملنې لپاره راوستی، پژواک ته وويل چې د ډاکټرانو له چلند څخه خوښ نه دی.
نوموړي زياته کړه چې د غريبۍ له امله ملکي روغتون ته راغلی که پيسې يې لرلای؛ نو ولې شخصي روغتونو ته نه تلو.
د هغه په وينا، دلته يوازې د ډاکټر فيس نشته، نور نو د ناروغ لپاره ټول کارېدونکي توکي او درمل له بازاره په پيسو پېري.
قدير هم پر دې ټينګار کاوو چې ډاکټران د ناروغانو په کتنه کې په پوره توګه دلچسپي نه ښيي.
د بلخ د ولايتي شورا مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې روغتيايي چارې په سمه توګه پر مخ نه ځي.
د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش پژواک ته وويل چې د دوی د جدي هڅو سربېره لا هم پر دې نه دي توانېدلي چې د بلخ ولايت په کچه د روغتيايي چارو په برخه کې لازم مثبت بدلون راولي.
نوموړي د بېلګې په توګه په مزارشريف ښار کې د بلخ د ملکي روغتون په اړه وويل چې عام خلک يې له روغتيايي چارو سر ټکوي.
د هغه په وينا، داسې ډېر شکايتونه يې ترلاسه کړي چې ناروغان په دغه روغتون کې د درملنې پر ځای شخصي روغتونونو ته لېږل کېږي.
خيراندېش وويل چې دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ملکي روغتون تر ډېره د ناروغانو د درملنې ښې اسانتياوې لري.
خو د بلخ ملکي روغتون ډاکټران وايي چې دوی تر خپله وسه د ناروغانو په درملنه کې هڅه کوي.
د ملکي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکټر محمدشفيق پژواک ته وويل چې د بلخ ملکي روغتون د شمال او شمال ختيځ زون د نهو ولايتونو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي زياته کړه چې ممکن د ډېرو ناروغانو د کتنې له امله وخت ناوخت له ځينو ستونزو سره مخ شي؛ خو په ټوله کې درمليزې چارې سمې پر مخ ځي.
هغه ناروغانو ته د وړيا درملو د ورکړې په اړه وويل، هغه درمل چې په روغتون کې وي، نو سل سلنه ناروغانو ته ورکول کېږي؛ خو کوم چې نه وي نو بايد له بازاره را وغوښتل شي.
ډاکټر محمد شفيق وويل چې په بلخ ملکي روغتون کې تر ټولو جدي د ځای د کموالي ستونزه ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.